يک‌شنبه / ١٣٩٦ / غبرګولی - ٧ / ٢٠١٧ کال / می - ٢٨

د باجوه په ټاکل کېدو د کابل ـ اسلام اباد په اړیکو کې به هیڅ بدلون را نه‌شي




 ١٧ لیندۍ ١٣٩٥

 

څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ پخوانی ستر درستیز جنرال راحېل شریف استعفا ورکړه او پر ځای یې جنرال قمر جاوید باجوه وټاکل شو.

د باجوه په ټاکل کېدو سره د افغانستان په رسنیو کې دغه پوښتنې مطرح کېږي، چې د پاکستان په پوځ کې اوسنی بدلون به د کابل ـ اسلام اباد په اړیکو څه اغیز ولري؟ ایا جنرال باجوه به د دواړو هېوادونو د اړیکو د بدلون لامل شي؟

دغه پوښتنې د پاکستان پوځ پالیسۍ ته په کتو کره ځوابولی شو . د پاکستان پوځ د اصولو په تدوین او د دغه هېواد په بهرني سیاست کې اساسي رول لري. په اوسنۍ لیکنه کې هڅه کوو، چې دغه پوښتنې ځواب کړو.

مخکې له دې چې مطرح شویو پوښتنو ته ځواب ووایو، لازمه ده، چې د افغانستان ـ پاکستان د اړیکو تاریخ ته لنډه کتنه وکړو. په ۱۹۴۷ کال کې افغانستان د پاکستان راجوړېدو له پاره منفي رایه ورکړه. دوه میاشتې تېرې شوې نه وې، چې دواړو هېوادونو ډېپلوماتیکې اړیکې جوړې کړې، خو د همپالنې پر ځای اړیکو د بېل‌والي بڼه لرله.

د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په ځانګړي ډول د داودخان د صدر اعظمۍ پر وخت د کابل ـ اسلام اباد خصمانه اړیکې لرلې او دغه اړیکې په همدې منځپانګه د داودخان له کودتا وروسته ادامه درلوده. د کمونستانو په پېر کې د کابل ـ اسلام اباد اړیکې د ناسیونالیستي احساساتو تر سیوري لاندې وې.

د کمونیستي نظام پر وړاندې د محافظه‌کارانو پاڅون په افغانستان کې پاکستان ته د لاسوهنې او دوښمنۍ ته د دوام ورکولو فرصت ورکړ. پاکستان د جهادي ډلو موجودیت، سازمان ورکول، تمویل او روزنه کې اساسي رول ولوبولو.

د کمونیستي نظامي له سقوط وروسته د افغانستان په کورني سیاست کې پاکستان ته د ازادې لاسوهنې زمینه برابره شوه او د طالبانو د اسلامي امارت د دورې پر مهال پاکستان په افغانستان کې دننه د سیمې د څو مهم لوبغاړي په ډول مطرح شو. د هند، ایران، روسیې او د مرکزي اسیا هېوادونه یې څنډې ته پرېښودل؛ خو پاکستان د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې دوه سرې لوبه پیل کړه؛ له یوې خوا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په سیمه کې د امریکې همپیمانه شو او له بل لوري یې د افغانستان د دولت مخالفو وسله‌والو ډلو او ترهګریزو ډلو ملاتړ وکړو اړیکې ورسره ښیې کړې.

د پاکستان ستر درستیز څو ورځې مخکې جنرال راحېل شریف خپل ځای په رسمي ډول جنرال قمر جاوېد باجوه ته پرېښود.

د باجوه له راتګ سره سملاسي د افغانستان په رسنیو کې دا پوښتنه مطرح شوه، چې د پاکستان د پوځ په رهبرۍ کې دا بدلون به د کابل ـ اسلام اباد پر اړیکو څه اغېز ولري؟ په بل عبارت، ایا د جنرال راحېل شریف له تګ او د باجوه له راتګ سره به د دواړو هېوادونو پر اړیکو څه بدلون راشي؟ دا پوښتنه ځکه اړینه ده، چې د پاکستان پوځ د پاکستان د بهرني سیاست او اصولو په اړه رغنده رول لري. په دې لیکنه کې هڅه کېږي، چې تر خپله کچه پورته پوښتنه ځواب کړو.

د پورته پوښتنې له ځوابولو مخکې ښه ده، چې د پاکستان او افغانستان د تېرو اړیکو په اړه یو څو کرښې ولیکو. په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې افغانستان د پاکستان د جوړېدا په اړه منفي رایه ورکړه. دوې میاشتې نه وې تېرې شوې، چې پاکستان او افغانستان ډیپلوماټیکي اړیکې جوړې کړې. په داسې حال کې چې دواړو هېوادونو باید نږدېوالی غوره کړی وی؛ لرېوالی یې غوره کړ. د ظاهر شاه د حکومت پر مهال په ځانګړي ډول د داود شاه د لومړۍ وزیرۍ په دوره کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوښمني اوج ته ورسېدله او دې وضعیت د داود له کودتا وروسته هم ادامه لرله. د کمونیستانو په دوره کې هم د کابل او اسلام اباد اړیکې د ملي‌پالنې تر سیورې لاندې د دوښمنۍ مزي غځولي وو او تر ټیټې کچې دوام درلود. د کمونیستي رژیم پر وړاندې محافظه‌کارانه حرکاتو پاکستان ته زمینه برابره کړه، چې په افغانستان کې لاس‌وهنه وکړي. پاکستان له همدې موکې نه په ګټنې سره د جهاد په نامه بېلابېلې وسله‌والې ډلې تولید کړ او تمویل کړې.

د کمونیستانو د نظام له سقوطېدلو وروسته دغه هېواد په افغاستان کې د طالبانو د امارت په راتګ سره پراخې لاس‌وهنې ته رامخکې شو او په سیمه کې د افغانستان په لاس‌وهنه کې د یو مهم لوبغاړي په توګه مطرح شو. د هند، ایران، روسیې او د مرکزي اسیا ډېر هېوادونه حاشیې ته لاړل؛ خو پاکستان دوه مخیز سیاست غوره کړ. له یو لوري له امریکا سره د سیمې په کچه هم تړونی و ؛ خو له بلې خوا یې په افغانستان کې د وسله والو ډلو ملاتړ او روزلو ته ادامه ورکوله.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د سولې د خبرو له پاره په ۱۳۸۹ زېږدیز کال کې د سولې عالي شورا له تاسیس سره هم‌مهاله د سولې لاره تعقیب کړه. د حامد کرزي د حکومت وړاندوینه دا وه، چې له طالبانو سره خبرې د پاکستان له لارې امکان لري.

خو پاکستان په خپل سیاست کې بدلون رانه‌وست.  د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره هم‌مهاله ولسمشر غني د کابل ـ اسلام اباد د اړیکو په ښو کولو پاکستان ته ورمخکې شو؛ خو اسلام اباد په دې برخه کې د ژمنتیا نه ښودلو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شوې. اوس چې د پاکستان په پوځي رهبرۍ کې بدلون راغلی؛ ایا د دواړو هېوادونو اړیکې به بېرته پراخې شي؟ د دې پوښتنې ځواب له دوو ستونزو سره تړلې دی.

کله چې دویم نړیوال جنګ پای ته ورسېد، بریتانیا له هنده ووتله؛ د لرد مونت باتن د طرحې په مطابق یې هند په دوو برخو د تقسیم اعلان وکړ. د دې طرحې له مخې، د افغانستان پخوانۍ ځمکې چې له ۱۹ پېړۍ نه وروسته یې په هند پورې تړاو پیدا کړی و؛ پاکستان پورې وتړل شوې.

اول، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان بهرنی سیاست، عینی لکه د هند په اړه بهرنی سیاست دی. په دې لحاظ د کابل او اسلام اباد اړیکو باندې د پاکستان ملکي او نظامي بدلون پورې تړلې نه ده، بلکې د دې هېواد د بهرني سیاست د سیاست‌جوړونې دستګاه نسبت هند ته ورته ده. هند او پاکستان د استقلال له اخیستلو نه تر اوسه پورې خرابې اړیکې لري او تر دې‌مهاله یې درې ځلې وسله واله نښته کړې ده. سره دې چې دا دواړه هېوادونه سرحدي اختلافات لري؛ د یو بل پر وړاندې د سیاسي بقا وېره هم لري. هند هغه هېواد دی، چې په خپل بطن کې یې ډېرې وسله‌والې ډلې ځای کړې دي. له هنده د پاکستان بېلېدل په واقعیت کې هندیان دې ته متوجې کړل، چې ښايي نورې ژبنۍ او قومي ډلې به هم د بېلتون غږ پورته کړي.

له بل لوري پاکستان هم هند د خپل سیاسي بقا پرمخ لوی خنډ بولي او دغه هېواد ته د ګواښ په سترګه ګوري، په همدې موخه غواړي په افغانستان کې خپل نفوذ زیات ترڅو له دغه نفوذ څخه د هند پر وړاندې استفاده وکړي.

له همدې امله دغه دواړه هېوادونه نه شي کولی، چې خپل متضاد سیاست په یو منونکي سیاست بدل کړي، نو له همدې امله د جنرال قمر الدین جاوید راتګ به د هندوستان او پاکستان همدارنګه د افغانستان او پاکستان پراړیکو به هیڅ اغیز ونه کړي.

دویم دا چې، د دواړو هېوادونو پر راتلونکي او سیاست باندې تاثیر اچوونکی دی هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي اختلافات او پښتونستان غوښتنه ده.

له دويمې نړېوالې جګړې وروسته کله، چې بریتانیا خپل عسکر له هندوستانه ویستل، نو دغه هېواد يې په دوو برخو یعنی هند او پاکستان تقسیم کړ.

د دغې طرحې پربنسټ د افغانستان کومې برخې چې په ۱۹ مه پېړۍ کې د هندوستان خاوره ګرځېدلې وه د پاکستان خاوره اعلان شوه.

دغه مسله تر اوسه د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاینحل پاتې ده.

کله چې بنګله‌دیش له پاکستانه جلا کړای شو، نو پاکستاني نظاميان او سیاستوال د پښتونستان مسله ډېره جدي ونیوله، ځکه هغه يې د پاکستان د خاورې د بقا له پاره اساسي مسایلو کې شامله کړه.

پاکستان دغه خطر احساس کړ، چې د پښتونستان د مسلې جدي کېدل به د پاکستان د خاورې د بلې ټوټې جداکېدلو په معنا وي.

پاکستان په دغه برخه کې دوې لارې ټاکلي، یوه دا چې په کابل کې باید د پاکستان په خوښه ولسمشر وټاکل شي ترڅو د ډیورنډ کرښه پرې په رسميت وپېژني؛ دویم دا چې مخالفو وسله‌والو ملاتړ وکړي، ترڅو د افغانستان مرکزي حکومت ضعیف وساتي او دغه مسله اصلاً د دوی له اولویتونو نه وي.

دغه مسله هم د دې لامل کيږي، چې پاکستان خپل نظر ته تغیر ور نه کړي، ځکه هغه ګواښ تر اوسه هم شته.

پس پر دې بنسټ د افغانستان په اړه د اسلام اباد خارجي سیاست د هندوستان او اسلام اباد اړيکو پورې اړه لري.

ترڅو چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ اړيکې ښې نه شي، نو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړيکو ښه کېدا به یوازې یو فکر وي.

له بل لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لانجه هم د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د اړيکو جوړيدو یو مهم فاکتور بلل کيږي.

پس داسې نتیجه اخیستلی شو، چې د پاکستان په رهبرۍ کې تغیرات د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې به هیڅ بدلون را نه وړي.