سه‌شنبه / ١٣٩٦ / ورۍ - ٨ / ٢٠١٧ کال / مارچ - ٢٨

د حکومت د ناکامیو په اړه څوک ګرم دی؟




 ٢٣ لیندۍ ١٣٩٥

 

عطامحمد نور د ۲۰۱۴ زیږدیز کال له درغلیو ډک ټاکنو ضد او نقیض تحلیلونو، همدارنګه ژور سیاسي او اجتماعي کړکېچ محور د نظام د سقوط تر ګړنګه او د کورنیو جګړو تر احتماله مخکې یووړ.

د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکې متحده ایالتونو په منځګړیتوب د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د ۵۰/۵۰ واک وېش په اساس د ملي یووالي حکومت رامنځته شو.

د ولسمشر غني او اجرایوي رییس تر منځ د ملي یووالي حکومت د ایجاد په سیاسي هوکړه لیک کې د لومړي وزیر څوکۍ له پاره د اساسي قانون د تعدیل په موخه د لویې جرګې راوغوښتل، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش، د ټاکنیز نظام سمون، په ګډه او برابر ډول د لوړپوړو ملکي او نظامي مامورینو ګومارل ذکر شوي؛ چې د لویې جرګې د رابللو او سیاسي هوکړه لیک د مواد عملي کولو له پاره دوه کاله وخت ټاکل شوی و.

په ټاکنو کې د جمعیت اسلامي ګونډ د اجرایوي رییس اصلي ملاتړی و، ټاکنیزه ماته ډاکټر عبدالله په فرد محوره پرېکړې او ناهېلۍ ومنله او د سیاسي هوکړه لیک عملي کولو په هیله یې فکر وکړه؛ تمه یې درلوده، چې عدالت‌محوره سیاسي نظام به رامنځته کړي.

د جمعیت ګونډ د غوښتنو په اساس برېښنايي پېژندپاڼې باید وېشل شوې وای او په افغانستان کې د خیالي نفوس شمېر موضوع پای ته رسيدلي وای.

د سیاسي واک وېش، د لوړپوړو دولتي مامورینو ګومارل، چې په برخلیک ټاکونکو سیاسي، اقتصادي او امنیتي پرېکړو کې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د رول او د قدرت توازن یې تضمین کولو د سیاسي ارادې نه‌شتوالي او د سیاسي کدرونو کمښت له امله تطبیق نه شو؛ اوس دغو ټولو مدیریتي ناکامیو ته څوک ځواب ورکړي؟

په دې ډول پاتې راتلل او مدیریتي ناکامي، چې خلک یې ستړي او بې انګېزې کړل، د خلکو د ژوند لوري ټاکل چې په سیاسي برخلیک پوړې تړاو لري؛ ځينې بې برخې کړل.

اجرایوي ریاست د اصلاحاتو او همپالنې ټیم او د جمعیت ګونډ په استازیتوب د واک وېش په نتیجه کې رامنځته شو، خو مدیریتي ناکامي، سکوت او دوه کلن زغم د افغانستان د ثبات په خاطر ویل کېږي، چې د نړیوالې ټولنې لومړیتوب دی په دې نوم یې توجیې کوي.

اساسي پوښتنه داده، چې عبدالله ولې، په کو حق او په کومه بیه، ضعیف سیستماتیک سکوت د غني له لوري تحمل کړی دی، خو په دې برخه کې هېڅ ډول توجیې د خلکو قناعت حاصلولی نه شي.

په دې موده کې د جمعیت ګوند اجرایوي رییس عطامحمد نور له شمال تر سویله او له ختیځه تر لویدیځه د خلکو له فشار سره مخ شو او خلکو ترې ځواب غوښت.

 نور چې په ټاکنو کې، د قدرت او کابینې په وېش کې اساسي رول او له اجرایوي ریاست نه د قدرت تمه لرله، ویل کېدل، چې څو ځلې یې کابل ته سفرونه کړي دي او له ډاکټر عبدالله نه یې د خلکو د حقوقو د اعادې غوښتنه کړې او په پایله کې یې له عبدالله نه د سیاسي هوکړې د عملي کولو په اړه چې اجرایوي ریاست ته هم لومړیتوب و، ژمنې واخیستي؛ خو په عمل کې عبدالله هېڅ هم ونه کړل.

د عبدالله پلویان هغه د یو متخصص سیاستوال او د کورنیو چارو د وضعیت په اړه یو پوه شخص بولي؛ خو حقیقت دا دی، چې عبدالله د سیاسي تګلارې، برنامي او کدري سیاست له تشې سره مخ دی. د تېرو دوو کلونو په دوام کې د عبدالله له خوا ټول مقرر شوي اشخاص د ده د ستراتيژیک او انتخاباتي شریکانو د خوښې پرخلاف و او همدا علت و، چې د هغه پر وړاندې یې مخالفتونه زیات کړل. تمه کېده، چې ډاکټر عبدالله به د یو پراخ سیاسي چتر لاندې عمل وکړي؛ خو هغه د یوې کوچنۍ او رایسارې حلقې په فرمایشاتو عمل وکړ. دا ستونزې د دې لامل شوې، چې ښاغلی عطا محمد نور اجرایوي ریاست ته په احترام له ارګ سره مستقیمو خبرو ته رامخکې شي او د خپلو خلکو برخه په بنسټیزه توګه تامین کړي. په دې اړه مهمه مسله دا ده، چې نور په افغانستان کې د سیاسي خبرو اترو د قاعدې پر خلاف د یو ولایت د استازې له ادرسه خبرو ته نه دی رامخکې شوی، بلکې د جمعیت ګوند د یو پرېکړه کوونکي استازي په توګه د دې حزب د غوښتنو د تامین له پاره له ارګ سره خبرو ته حاضر شوی دی.

عطا محمد نور د حکومت د سیاسي هوکړې د پلي کېدا او په هغې کې د جمعیت ګوند د ونډې او د برخلیک سازې پرېکړې په پار د لوړپوړیو چارواکیو د مقررۍ له‌پاره ارګ سره خبرو ته زړه ښه کړی، چې د خپلو خلکو برخه په حاکمیت کې تثبیت کړي او دغه بهیر له شخصي معاملو نه وژغوري.

هغه تحلیلونه او لیکنې چې د عطا محمد نور او د ارګ ترمنځ د خبرو اترو په تړاو لیکل کېږي، ځکه معیوبې دي، چې د معیوبو معلوماتو پر اساس لیکل شوې دي. عطا محمد نور ویلي، نه غواړي معامله‌ګر شي، بلکې غواړي د خلکو جلال بیاځلي تامین کړي.