چهارشنبه / ١٣٩٦ / وږی - ١ / ٢٠١٧ کال / آگست - ٢٣

پکـتيا کې له ۴ کلونو راهيسې د ښوونځیو ۹۰ زره ټوکـه کـتابونه پټ ساتل شوي وو




 ٩ مرغومی ١٣٩٥

 

د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست ځای ناستی رییس لقمان حکیم حکیمي وايي، چې له څلورو کلونو راهیسې زده کوونکو ته په ښوونځیو کې کتابونه ورکول شوي نه وو او د کتابونو له موجودیت پرته یې زده کړې کولې.

حکیمي وویل، د دې ولایت له پوهنې ریاست سره ۹۰ زره ټوکه کتابونه په کانتینرونو کې بند ساتل شوي وو.

د پوهنې رییس د دې کار عامل د پخوانیو چارواکو غفلت او بې کیفایتي بولي.

د پکتیا ولایت د پوهنې سرپرست رییس لقمان حکیم حکیمي وویل، چې له دوو میاشتو سخت کار وروسته یې شاوخوا ۲۲ زره خیالي زده کوونکي له محاسبې وویستل.

د حکیمي پر وینا، ۷ هغه ښوونځي یې هم بېرته پرانیستي دي، چې د مسلکي ښوونکو له نه شتوالي، اوږد واټن او ځینو نورو ستونزو له امله تړل شوي وو.

له بل لوري د پکتیا ولایتي شورا غړی ممتاز کرخېل دغه ډول حالت د پوهنې راتلونکي په اړه خواشینونکی بولي او په معارف کې د وړتیا په اساس د کدرونو په ګومارلو ټینګار کوي.

د شمېرو له مخې اوسمهال پکتیا ولایت کې په ۳۵۵ ښوونځو کې شاوخوا ۱۶۵ زره زده کوونکي زده کړې کوي، چې له دې شمېره ۳۶ زره هغه یې انجونې دي.