پنج‌شنبه / ١٣٩٦ / زمری - ٥ / ٢٠١٧ کال / جولای - ٢٧

کریسټیانو رونالډو د ۲۰۱۶ کال غوره لوبغاړی اعلان شو




 ٢١ مرغومی ١٣٩٥

 

د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) له خوا بېګا شپه د سویتزرلینډ په زیوریخ ښار کې پرتګالي کریسټیانو رونالډو ته د دې شورا مشر جیاني انفنټینو په خپلو لاسونو د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د غوره فوټبال لوبغاړي جایزه ورکړه.

د فیفا د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، کریسټیانو رونالډو د دغې جایزې د ګټلو له پاره پیاوړي رجنټایني سیال لیونیل میسي او فرانسوي انټوني ګريزمن ته ماته ورکړه.

دا لومړی ځل دی، چې د فوټبال نړیواله شورا د کال غوره فوټبال لوبغاړي جایزه د فرانسې فوټبال له ملګرتیا پرته ورکوي.

د جایزو وېشلو په پروګرام کې لیونیل میسي نه و او ویل کېږي، چې د اسپانوي حذفي جام سیالۍ ته د چمتووالي په موخه له بارسلونا لوبډلې سره د لوبې له پاره په چمتووالي بوخت دی.

کریسټیانو رونالډو له لیونیل میسي سره د زیاتو کلنیو جایزو په ګټلو کې برابر شو، چې دواړو پنځه ـ پنځه ځلې د کال د غوره فوټبال لوبغاړي جایزې اخیستې دي.

د بېګا شپې په نورو جایزو کې د کال غوره ښځینه فوټبال لوبغاړې جایزه امریکایۍ کارلي لویډ ته، د غوره نارینه روزونکي جایزه د انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو د تېر کال اتل لیسټر سیټي روزونکي کلاډیو رانیاري ته او د غوره ښځینه روزونکې جایزه المانۍ سیلوا نیډ ته ډالۍ شوه.

همدارنګه د کال غوره ګول جایزه مالیزیایي محمد فیض بن صبري ته، د غوره نندارچیانو جایزه په ګډه د بورسیا ډورټمونډ او لیورپول مینه والو ته ورکړل شوه.

د غوره فوټسال دورې جایزه برازیلي فالکو ته او د غوره لوبې جایزه بیا د الوتکې په پېښه کې وژل شوي برازیلي فوټبال کلب ته ډالۍ شوه.

دغه راز د کال غوره ۱۱ کسیزه فوټبال لوبډلې له اعلان سره جوختې جایزې هم ورکړل شوې، چې منویل نویر، ډیني الویس، جیرارډ پیکې، سرجي راموس او مارسیلو د دفاع لیکي، لوک ماډریچ، ټوني کروس او انډریس انییسټا د منځنۍ لیکې او لیونیل میسي، لویس سواریز او کریسټیانو رونالډو د برید لیکې لوبغاړي په کې غوره شول.