شنبه / ١٣٩٦ / چنګاښ - ٣ / ٢٠١٧ کال / جون - ٢٤

د شهید موسی شفیق د ۹۰ مې کلیزې په ویاړ یو نړیوال علمي سيمینار جوړ شو




 ٢١ مرغومی ١٣٩٥

 

دغه سیمینار چې نن سه شنبې د (جنورۍ پر ۱۰مه) په کابل کې د دوو ورځو له پاره د بهرنیو چاو وزارت له خوا په دې وزارت کې جوړ شو.

د دې سمینار په نننۍ ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني وینا وکړه او سبا به شهید شفیق په اړه د نورو هېوادونو نه راغلي استازي، افغان تاریخ پوهان او لیکوال خپلې مقالې واوروي.

جوړ شوي سیمینار ته ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې شهید موسی شفیق یو مدبر انسان، ویښ سیاستوال او د هېواد پر حالاتو اګاه شخص وبللو او زیاته یې کړه، چې دی په یوه کلیوالي کورنۍ کې زېږېدلی و؛ خو خپلې پوهې او ذکاوت د لومړۍ وزیرۍ څوکۍ ته ورسولو.

د غني پر وینا، موسی شفیق د کابل او مصر په الازهر پوهنتونونو کې لوړې دینې زده کړې وکړې، چې له مصر څخه د حقوقو د لوستلو له پاره د امریکا کولمبیا پوهنتون ته ولاړ. شهید شفیق په سويس کې د اداري دندو قانون او په فرانسه کې د ناپليون قانون لوستی و او له ده ډير کم اثار په میراث پاتې دي.

ولسمشر زیاته کړه چې شهید موسې شفیق صدراعظمې پر مهال د هلمند د سیند داوبو په تړوا له ایران سره معاهده لاسلیک کړه او ټينګار يې وکړ، چې د دغې معاهدې پلي کول د اوسني حکومت دنده ده.

ښاغلي غني زیاته کړه چې دا معاهده هغه مهال ملي شورا تصویب او د وخت د پاچاه له خوا توشیح شوه.

ولسمشر د خپلو خبرو په دوام دا هم زیاته کړه، یاده معاهده چې له ایران سره د موسې شفیق د دې معاهدې د لاسلیک پر مهال ځېنو کړیو مخالفت کولو؛ خو نوموړی په دې اند و، چې ګاونډيان یو بل ته د یو ملګري په توګه له یو بل سره عمل وکړي؛ نه د رقیب په توګه.

ولسمشر په ټینګار سره وویل، چې له ایران سره د اوبو دغه معاهده د افغان حکومت، ولس او سولي د ټينګښت له پاره ګټوره ده.

د پرانيستغونډې پر مهال د بهرنیو چار وزارت سر پرست صلاح الدین رباني وویل، له دغه سیمنار څخه یې موخه د موسی شفیق کره پېژندګلوي او عملي کړنو او تجربو ته کتنه ده.

ده زیاته کړه، چې موسی شفیق په ۱۳۴۳ لمریز کال د افغانستان اساسي قانون په جوړولو کې ښه ونډه لرله.

محمد موسی شفيق په ۱۹۳۲ کې په کابل کې وزېږېد. دی د ننګرهار د کامۍ ولسوالۍ اوسېدونکی و .

محمد موسی شفيق د ۱۹۷۲ د ډېسمبر له ۷مې نه تر د ۱۹۷۳ د جولای تر ۱۸مې نېټې پورې د افغانستان لومړی وزیر و. دی د پاچا د کورنۍ امام هم بلل کېد .

محمد موسی شفيق په پښتو، دري، انګلیسي، فرانسوي، عربي او اردو ژبو پوره برلاسی و.

شهید شفيق د افعانستان تر نوي اساسي قانون لاندې اخیرنی صدراعظم و، چې په ۱۹۷۹ کې د افغان کمونستانو له خوا ووژل شو.