سه‌شنبه / ١٣٩٦ / زمری - ٣١ / ٢٠١٧ کال / آگست - ٢٢

د کابل په دارالامان کې چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله




 ٢١ مرغومی ١٣٩٥

 

 

راپورونه وايي، چې د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د دوو پرلپسې چاودونو له امله ۲۵ تنه وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور ټپيان دي.

چارواکي وايي، چې دغه بريدونه هغه مهال شوي کله چې کارکوونکي د پارلمان له ودانۍ وتل.

همدارنګه د وژل شویو او ټپيانو په اړه د نړېوالو، داخلي او نورو بهرنيو رسنيو له‌خوا بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.

په دې اړه فرانس پرس خبري اژانس د یوه امنیتي چارواکي له خولې، چې نه يې غوښتي نوم يې واخیستل شي ویلي، په کابل ښار کې د پارلمان ودانۍ سره  په دوو ځانمرګي بریدونو کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپيان دي.

دی د خپلو سرچينو په حواله زیاته کړې، چې د پېښې زیاتره قربانیان ملکي کسان دي.

په وژل شویو کې د ملي شورا ځینې مامورین هم شامل دي.

له بل لوري بل نړېوال خبري اژانس د اسوشیتید پرس په نوم وايي، چې د کابل په چاودنو کې ۵۰ تنه ژوبل شوي دي.

همدارنګه داسې ویل کيږي، چې په ولسي جرګه کې د هرات وکیله رحیمه جامي هم په دې بریدونو کې ټپي شوې ده.

د راپورونو پر بنسټ لومړی د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه ځانمرګی بريد شوی او له هغه وروسته سملاسي له چاودېدونکو توکو ډک موټر هم چاودېدلی دی.

اخوا د سیمې عینې شاهدانو بیا ویلي، چې لومړی یوه ځانمرګي بریدګر پر ځان پورې تړلي چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې او وروسته موټربم برید شوی.

د برید مسوولیت وسله‌والو طالبانو منلی او ویلي یې دي، چې دوی لسګونه کسان وژلي دي.

د ذبيح‌الله مجاهد په نامه د طالبانو يوه ویاند د یو پېغام په لېږلو سره د دغه برید مسوولیت منلو ترڅنګ زیاته کړې، چې د دغه بريد موخه يې د ملي امنيت د پنځم ریاست کارکوونکو موټر و.