پنج‌شنبه / ١٣٩٦ / زمری - ٥ / ٢٠١٧ کال / جولای - ٢٧

جنرال رازق: د کندهار برید حقاني شبکې طرحه کړی و




 ٢٢ مرغومی ١٣٩٥

 

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق نن چهارشنبې د (جنوري پر ۱۰مه) یوې خبري غونډې ته وویل، چې د کندهار ولایت مقام په مېلسمتون کې د شوي برید په اړه خبر شوي وو؛ خو د برید د نوعیت په اړه بېلابېلو له دوی نه د پېښې اصلي ډول او ځای نادرکه کړ.

ده زیاته کړه، چې دی هم په همدې مجلس کې حاضر و؛ خو لمانځه ته له ولاړېدو یو څو دقیقې وروسته لویه چاودنه وشوه، چې د دوی د ناستې ځای اور واخیست.

د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق همدارنګه وویل، چې په دې برید کې ۱۱ تنه وژل شوي، چې په وژلو شویو کې ۵ تنه د متحده عربي اماراتو ډیپلوماټان او یو افغان ژباړن، د ولایت مقام مرستیال عبدالعلي شمسي، د کندهار د بهرنیو چارو ریاست مسوول شاه احمد سعید، په امریکا کې افغان ډیپلوماټ ډاکټر نذیر یما قریشي، په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی بازمحمد جوزجانی او د فاریاب د خلکو سناتور سراج الدین سفري شامل دي.

د قوماندان رازق په خبره، په دې پېښه کې ۱۸ تنه ټپیان شوي، چې د کندهار والي، د متحده عربي اماراتو سفیر او نور کندهار مېشتي سوداګر او مسوولان په کې شامل دي.

رازق وايي، د پېښې هدف د کندهار د نظامي شورا له منځه وړل وو، چې په تور يې تر اوسه د ولایت مقام د ترمیم کارۍ یو شمېر کارګر نیول شوي.

د کندهار امنیه قوماندان خبریالانو ته وویل، چې په دې برید کې نږدې ۳۰ تنه لاس لري، چې ټول به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د ده په خبره، په وروستیو کې ایران، روس، حقاني شبکه او ای اېس ای څانګې له ترهګرو سره مرستې کوي.

ها خوا یوې معتبرې سرچینې سلام وطندار ته ویلي، چې ولسمشر غني د دې پېښې د څېړلو له پاره د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ کندهار ته ولېږلو.

تر اوسه کوم وسله والې ډلې د پيښي د مسوولیت په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

پخواني جزیات:

دغه پېښه بېګا (د جنورۍ پر ۱۰مه) د ماښام ۶ بجې او پنځه څلوېښت دقیقې رامنځته شوه.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک نن چهارشنبه سلام وطندار ته وویل، چې په دې پېښه کې ۱۲ تنه ټپیان شوي او ۵ وژل شوي دي.

د ده په خبره، په ټپیانو کې د کندهار والي همایون عزیزي او د متحده اماراتو سفیر جمعة محمد عبدالله الکعبي هم شامل دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک سلام وطندار ته ومنله، چې د کندهار ولایت مقام مرستیال عبدالعلي شمسي د تېرې شپې په چاودنه کې د سختو ټپو له امله نن سهار په روغتون کي سا ورکړه. 
نوموړی تېره شپه د کندهار نظامي روغتون ته وړل شوی و.

ځواک د نورو جزییاتو له ورکولوډډه وکړه.

د کندهار والي همایون عزیزي په میلمستون کې هغه مهال چاودنې شوي، چې د متحدو عربي اماراتو سفیر جمعة محمد عبدالله الکعبي او یو شمېر لوړ پوړي چارواکي او ډیپلوماټان د نوموړي میلمانه وو.

د متحدو عربي اماراتو چارواکیو د افغانستان له پاره د دغه هېواد سفیر او یو شمېر نورو ډیپلوماټان د ټپي کېدو پخلی کړی.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق سلام وطندار ته وویل، چاودنه په چوکیو کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکیو توکیو له امله رامنځته شوې ده.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، په دې چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي، چې په وژل شویو کې د والي مرستیال عبدالعلي شمسي، په امریکا کې افغان ډيپلوماټ یما قریشي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د اخښي زوی، د کندهار د بهرنیو چارو مسوول شاه احمد سعید او ځېنې عرب ډیپلوماټان شامل دي، خو د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک بیا د مرستیال والي عبدالعلي شمسي وژل نه مني، وايي چي هغه سخت زخمي دی.

سیمه ییزې رسنۍ وايي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

د پټې سرچینې د معلوماتو په حواله، چې په ۱۲ ټپیانو کې د حامد کرزي د کاکا زوی هاشم کرزی او د سوداګرۍ خونې مرستیال ورور حاجي محمد صدیق مومند هم شامل دي.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون مسوولان هم د ۱۲ ټپيانو د وروړلو خبر تاییدوي؛ خو وايي، چې یو شمېر سطحي او ځېني د سختو ټپونو له امله کندهار هوايي ډګر ته لېږدول شوي دي.

یوه بله امنیتي سرچینه بیا وايي، کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي او د اماراتو سفیر جمعة محمد عبدالله الکعبي هم د سختو ټپونو له امله د کندهار هوايي ډګر ته وړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې ۵ تنه سخت سوځېدلي، چي د پېژندلو نه دي.

د کندهار ولایت مقام ته ټولې غځېدلې لارې د ټرافیکو پر مخ تړل شوي دي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د خپل سفیر الکعبي او نورو ډیپلوماټانو، چې له ده سره کندهار ته تللي وو او په چاودنه کې ژوبل شوي دي.

د عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې الکعبي کندهار ته د متحده عربي اماراتو له لوري افغانانو ته د بشري مرستو له پاره تللی و.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دوی سفیر کندهار ته تللی و، چې د النهیان خیریه کور د بنسټ ډبره په دغه ښار کې کښېږدي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښې د مسوولیت په اړه څه نه دي ویلي.