يک‌شنبه / ١٣٩٦ / غبرګولی - ٧ / ٢٠١٧ کال / می - ٢٨

ولسي جرګې او پوځي کارپوهان: امنيتي چارواکي په دندو کې بې غوري کوي




 ٢٢ مرغومی ١٣٩٥

 

د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د کابل دارالالمان پر سړک د سه شنبې ورځې د برید څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

د دې جرګې یو شمېر غړیو وویل، چې امنیتي چارواکي باید په نظام کې دننه د جاسوسانو مخه ونيسي.

راپورونه وايي، چې د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د دوو پرلپسې چاودونو له امله ۳۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۷۰ تنه ټپيان شوي دي.

د جرګې غړې وږمې ساپۍ په ولسمشر غږ وکړ، چې یو دیکتاتور نظام باید اعلان کړي او هغه جاسوس چارواکي او اشخاص چې په نظام کې دننه دي او د ترهګرو او ځانمرګو سره مرسته کوي؛ د هغوی پر خلاف ګامونه واخلي.

وږمې ساپۍ شک وښود، داسې ښکاري چې په وروستيو بریدونو کې ځېنې امنیتي چارواکي لاس لري.

دغه راز د ولسې جرګې بل غړي ډاکټرمجیب الرحمان څمکني وویل، د سه شنبې پر ورځ د دارالالمان پر سړک امنیت تامین و.

دی زیاتوي، تر ۲ نیمو بجو د دفاع او کورنيو چارو وزیران او د ملي امنیت رییس په پارلمان کې وو.

څمکني دا هم وویل، چې د دغو چارواکیو د موجودیت تر وخته هېڅ ستونزه نه وه؛ خو چې دوی له لاړل؛ چاودنې وشوې.

دی وایي، چې ښايي امنيتي چارواکي په دې پېښو کې لاس ولري.

مجیب الرحمان څمکنی زیاتوي، په وروستيو کې امنيتي چارواکي د پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

ده همداراز زیاته کړه، امنیتي چارواکي باید ولسي جرګې ته د ځواب ویلو له پاره راوغوښتل شي.

د ولسې جرګې دویم نایب شیخ نعمت الله غفاري چې د غونډې مشري یې کوله؛ له ولسمشرمحمد اشرف غني نه غوښتنه وکړه، چې د امنیتي چارواکیو او ملې شورا د دواړو خونو د رییسانو په ګډون یوه ځانګړې غونډه جوړه کړي او د ملي شورا د غړیو او د شورا د امنیت په اړه دې جدي اقدام وکړي.

ها خوا د پوځي چارو کارپوهان وايي، چې په امنیتي ارګانونو کې د فساد زیاتېدل او د صلاحیتونو محدودول د دې سبب شوی دی، چې په هېواد کې ورځ تر بلې امنیتي حالات خراب شي.

دوی د خپلویو پالل، د زورواکیو مداخله او د قانون نه پلي کول هغه ستونزې یادوي، چې په اطلاعاتي او کشفي ارګانونو کې یې ګڼې ستونزې راولاړې کړي او د ترهګریزو پېښو په زیاتوالي کې یې مرسته کړې ده.

د نظامي چارو کارپوه سېلاب وزیري وايي، که حکومت له کشفي او استخباراتي بنسټونو نه فاسد او بډې اخیستونکي چارواکي ګوښه نه کړي؛ د هېواد امنیتي حالات به له دې هم د اندېښنې وړ شي.

د وزیري په خبره، د کندهار پېښه د ایران او عربستان د استخباراتي لوبې یوه برخه ده، چې قرباني یې افغانان ورکوي.

کابل خان تدبیر د پوځي چارو بل شنونکی دی، چې په اطلاعاتي او کشفي ارګانونو کې د زوراکیو لاسوهنه او فساد د دا ډول پېښو په مخنیوي کې عمده لاملونه ګڼي.

دوی وړاندیز کوي، تر هغې چې اطلاعاتي او امنیتي بنسټونو ته په بشپړ ډول قدرت په لاس کې ور نه کړل شي؛ حالات نه شي ښه کېدلی.

کابل، کندهار او هلمند تېره ورځ د وژونکیو پېښو شاهدان وو. په دې پېښو کې له ۴۰ زیات وګړي ووژل شوي او له ۹۰ زیات هغه په کې ټپیان شول.