چهارشنبه / ١٣٩٦ / غوایی - ٦ / ٢٠١٧ کال / اپریل - ٢٦

د فضل‌هادي مسلم‌یار له‌خوا د دارالانشا د نړیوالو اړیکو رییس ګوښه کېدل




 ٦ سلواغه ١٣٩٥

 

سلام‌وطندار ته د رسېدلو اسنادو پر بنسټ، د مشرانو جرګې د دارالانشا برخې د نړیوالو اړیکو پخوانی رییس محمدظاهر مشتاق، د دې جرګې د رییس فضل‌هادي مسلم‌یار په وړاندیز د قانون پر خلاف، د ولسمشرۍ ماڼۍ په حکم له دندې ګواښه شوی دی.

ښاغلی مشتاق، فضل هادي مسلم‌یار پر قوم‌پالنې تورنوي او وایي، چې د مشرانو جرګې رییس د ده پر ځای یو بې‌تجربې شخص چې د مسلم‌یار قومي دی؛ په دنده ګومارلی دی.

محمدظاهر مشتاق په ۱۳۹۱ کال کې د ازادې سیالۍ له لارې او د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۶/۳/۱۳۹۱ نېټې د ۱۴۸۱ ګڼې فرمان له مخې، د مشرانو جرګې د دارالانشا د مالي او خدماتو رییس شو او وروسته بیا د ولسمشرۍ مانۍ د ۲۷/۱۲/۱۳۹۲ او د ۷۷۸۴ ګڼې فرمان له مخې، په دویم بست کې د مشرانو جرګې د دارالانشا د نړیوالو اړیکو ریاست ته بدل شو.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم‌یار له ولسمشر نه په یو وړاندیز شوي لیک کې د محمدظاهر مشتاق د ګوښه کېدو غوښتنه کوي او ارګ هم په ۸۶۷  ګڼې فرمان کې چې په ۲۲/۰۳/۱۳۹۵ صادر شوی؛ مشتاق په انفصالي حالت کې دروي.

مشتاق د خپلې ګوښه کېدا په اړه سلام وطندار ته وویل، چې د شاه‌اغا صدیقي مجدیدي په نامه یو لیکوال «افغانستان د خونړي فساد په منګولو کې» کتاب کې د جرګې د رییس او دارالانشا د رییس له بډو اخیستنو نه پرده پورته کړې ده، چې د جرګې رییس په دې کتاب کې راغلي معلومات پر ده تاوانوي، چې ولې یې لیکوال ته ورکړي دي.

ده سلام‌وطندار ته وویل، چې فضل‌هادي مسلم‌یار د ده پر ځای داسې شخص ګومارلی دی، چې نه تجربه لري او نه په مدیریت پوهېږي.

د مشران جرګې د دارالانشا عمومي رییس سیدحفیظ الله هاشمي وایي، چې د ښاغلي مشتاق ګوښه کېدل د اداري پلاوي له پرېکړې سره سم ولسمشر ته وړاندیز شول او ولسمشرۍ مانۍ هم منظور کړ.

خو د مشرانو جرګې منشي مولوي عبدالله قرلق وایي، چې دغه کار د اداري پلاوي له‌خوا نه، بلکې د مشرانو جرګې د دارالانشا د رییس پر وړاندیز، د جرګې د رییس فضل هادي مسلم‌یار له لوري شوی دی.

د مشرانو جرګې د منشي نایبه نجیبه حسیني، هم د ښاغلي مشتاق ګوښه کېدو په اړه ناخوښي ښيي، وایي چې دا په خپله د دې کار مخالفه وه.

د هغو اسنادو پر بنسټ چې سلام‌وطندار ته رسېدلي، ښاغلي مسلم‌یار د محمدظاهر مشتاق په ګوښه کولو سره د د ملکي خدماتو ذاتي چارو د مقررې ۴مه او ۱۱مه ماده، د ملکي خدماتو د کارکوونکيو قانون ۱۵مه او ۱۹مه ماده نقض کړې ده.

مشتاق د خپلې ګوښه کېدا قضیې په اړه د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون ته په لیکلي بڼه شکایت هم کړی.

د ملکي خدمتونو د شکایتونو د څېړنې بورډ په ۲۶۶۹ ګڼې مصوبه کې په ۲۲/۹/۱۳۹۵ نیټه داسې پرېکړه کوي: د ملکي خدمتونو کارکوونکیو ګوښه کول په ځانګړیو شرایطو کې، چې د ملکي خدمتونو په قانون کې روښانه شوي؛ ترسره کېږي. خو په وړاندیز کې د ښاغلي مشتاق ګوښه کول لازم ګنل په ګوته شوي، چې قانوني بنسټ نه‌لري؛ نو ځکه مشرانو جرګه مکلفه ده، چې د ملکي خدمتونو قانوني خوندیتوب ته په کتو اقدام وکړي او دغه ستونزه حل کړي.

له بل اړخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تقنین عمومي ریاست د ۸۳۰۴ شمېرې د جوابي لیک په اړه په ۱۳۹۵/۰۸/۱۸ تاريخ په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ او اړیکو امریت ته د ښاغلي مشتاق د ګوښه کولو د موضوع په اړه د ملکي خدماتو د شکایتونو د څېړنې د بورډ د پرېکړې په تایید لیکي: «کارکوونکي د ادارو د مناسب ګڼلو له امله په موقت ډول نه انفصالېږي، بلکې د کارکوونکیو د ذاتي چارو د ۱۱مې مادې د حکوم پر بنست په موقت ډول د انفصال حالت ته وړل کېږي»

ښاغلی مشتاق وايي، د ازادې سیالۍ د بست د موقت انفصال د ورځو حقوق یې نه دي ورکړي او دا موضوع د کار د قانون د ۷۲ او ۹۸، د کارکوونکیو د ملکي خدمتونو ۱۵، ۱۶، ۱۹ او ۲۸ مادو او د کارکوونکیو د ذاتي ملکي خدمتونو د قانون د ۴، ۵ او ۱۱ مادې پر خلاف عمل دی.

بل خوا د دې قضیې په اړه د چارو اداره وایي، د مشرانو جرګې د دارالانشا عمومي ریاست کولی شي، چې اړوندو ادارو سره په اړیکه کې دې ستونزې ته قانوني حل‌لاره پیدا کړي.

د ولسمشرۍ مانۍ د چارو د تشکیلاتو رییس احمد وحید شکېب، د ښاغلي مشتاق د ګوښه کېدو په اړه هغه ته په یوه تلیفوني اړیکه کې ویلي، چې جفا ورسره شوې ده؛ خو کوښښ دې وشي، چې راپورته شوې ستونزه د مشرانو جرګې له رییس سره حل شي.

د افغانستان د حقوق‌پوهانو ټولنې ویاند شېرین خان حبیب، د ښاغلي مشتاق ګوښه کول غیرقانوني بولي وايي، که چېرې د مشتاق ګوښه کول یوازې د لفظونو په لوبه نیول د قانون خلاف عمل دی.

دی وړاندیز کوي، چې مشرانو جرګه باید ډېر ژر د یو تقنیني ارګان په توګه د ملکي خدمتونو شکایتونو ته د رسېدنې بورډ پرېکړه عملي کړي.

وموغوښتل چې د مشتاق د ګوښه کېدو په اړه د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم‌یار  نظر هم واخلو؛ خو له څو ځلي اړیکو نیولو وروسته بیا هم بریالي نه شو.