يک‌شنبه / ١٣٩٦ / غوایی - ١٠ / ٢٠١٧ کال / اپریل - ٣٠

د شپې پوهنتون محصلینو د فیسونو زیاتوالي طرحه نهايي نه‌ده




 ٢٠ ورۍ ١٣٩٦

 

د لوړو زده‌کړو وزارت چارواکي سلام‌وطندار ته وویل، چې د شپې پوهنتون محصلینو د فیسونو په باب د دوی طرحه تر اوسه نهايي شوې نه‌ده.

ځکه د دوی پر خبره، د یاد وزارت له‌خوا پر محصلینو د فیس زیاتېدو طرحه به عدليې وزارت ته د تایید له‌پاره هم وړاندې کيږي.

د شپې له‌خوا په دولتي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو په موسسو کې پر زده‌کړو بوختو محصلینو له پاره د سمستر په سر کې د فیس زیاتېدو په باب ځينو محصلینو اعتراضونه کړي.

پخوا د شپې له‌خوا په زده‌کړو بوختو زده‌کوونکو کې دولتي کارکوونکود سمستر پر سر ۱۵۰۰ او نورو محصلینو ۳۰۰۰ افغانۍ فیس ورکولو.

 خو په دې نږدې وختونو کې د لوړو زده‌کړو وزارت د شپې له‌خوا پر زده‌کړو د بوختو محصلینو د فیس د لوړولو طرحې وړاندیز کړی.

ددغې طرحې له مخې هغه محصلین چې دولتي کار کوونکي وي هغوی به ۵ زره او هغه چې دولتي کار نه لري هغوی به ۷ زره افغانۍ د سمستر فیس ورکوي.

د لوړو زده‌کړو د وزارت ویاند فیصل امین سلام‌وطندار ته وویل، چې دا طرحه یې د لوړو زده‌کړو وزارت د زده‌کړونو د پرګرامونو د ښه‌والي له پاره وړاندیز کړې، چې د شپې له خوا یې استادانو ته د حق الزحمې په توګه ورکړي.

امین زیاته کړه، د لوړو زده‌کړو د مشرتابه شورا د پریکړې پر بنسټ د شپې له‌خوا په زده‌کړو بوختو محصلینو له پاره د فیس د لوړېدو طرحه په دې پورې اړه لري چې دغه وړاندیز د کابینې له خوا تصویب شي چې تر اوسه نه ده تصویب شوې.

یوه ورځ وړاندې په کابل پوهنتون کې د شپې له‌خوا په زده‌کړو بوختو یو شمیر زده‌کوونکو د فیس د لوړوالي د مخ نیوي له‌پاره لاریون هم کړی و او له وزیرانو شورا یې غوښتنه وکړه، چې دا طرحه تصویب نه‌کړي.