چهارشنبه / ١٣٩٦ / چنګاښ - ٧ / ٢٠١٧ کال / جون - ٢٨

په افغانستان کې له کلپټوکراسۍ (د غلوواکمني) سره مبارزه




 ٣٠ ورۍ ١٣٩٦

 

 

لیکوال: سید مشتاق سادات، په لندن کې د مالي مدیریت د ماسټرۍ محصل

"د دوی پر وړاندې مبارزه او جنګ په غرونو کې نه، بلکې د پلازمينې کابل په وزیر اکبر خان کوڅو کې ښه پایله ورکولی شي."

 

اوس‌مهال په افغانستان کې د خلکو مبارزه او جنګ له فاسدو، د ملي سرچینو غلو او د پوهې مافیايي حاکمو کړیو سره جریان لري.

د روان ۲۰۱۷م میلادي کال د مارچ میاشتې په ۲۷مه د افغانستان پارلمان امنیتي چارواکي د هېواد د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله احضار کړل.

خو له احضارولو وروسته یې بېرته دوو وزیرانو (دفاع او کورنیو چارو) همدارنګه د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزي ته د اعتماد رایې ورکړې.

دوی یو ځل بیا یو نمایشي کار وکړلو او د خلکو په سترګو کې يې خاورې وشيندلې.

دا لومړی ځل نه‌دی، چې دولتي مقامات د بډې په ورکولو او د پردې تر شا د ځينو معاملو په نتیجه کې خپل موقف ساتي.

په خواشینۍ سره، چې هرځل د افغانستان سولې او ثبات، ښه اقتصادي وضعیت ته د لارې پر مخ غله‌سالاري یا کلپټوکراټانو قدرت لوی خنډ ګرځي او دغه هیلې د نابودۍ لور ته رهبري کوي.

دغه ویروونکی فساد، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو، ویجاړیدو او پرته له پوښتنې د میلیارډونو ډالرو تزریق او واردولو لامل دی.

په افغانستان کې د نړېوالو پر دغو مرستو د نظارت او پوښتنې نه‌شتون د افغانستان ضعیفو دولتي بنسټونو له یوه زیږنده ده.

په دولتي بنسټونو کې پراخ فساد د دې لامل شوی، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شي او پایله يې په هېواد کې د یو ضعیف دولت رامنځ ته کېدل او د قواو د تفکیک نه رعایتول په ګوته کولای شو.

له همدې امله باید د دوی پر وړاندې مبارزه او جنګ په غرونو کې نه، بلکې د پلازمينې کابل په وزیر اکبر خان کوڅو کې وشي.

دغه هدف ته د رسېدو په موخه موږ د یو مسلحې او په وسلو سمبالې اردو په پرتله یوې متخصصې او په کار پوه قوې ته ضرورت لرو.

د دغه جنګ وسله کلاشینکوف نه، بلکې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د نویو مکانیزمونو رامنځ ته کول دي او میکانیزمونه باید د پانګې د ثبتولو، ضبط، رڼښت او حساب ورکونې پورې نیغ په نیغه تړاو لري.

د یاد وژونکي سرطان د معالجې له‌پاره که څه هم افغان دولت د بېلابېلو لارو مبارزه کړې، خو تر اوسه يې د پام وړ نتیجه له ځانه سره نه ده لرلې.

دغې معضلې ته په کتو زما نظر دا دی، چې د دولتي مقاماتو د سرمایې ثبتولو او عامه پوهاوي باندې ټینګار وشي.

ځکه همدغه دوه عامل افغانستان له دغو بدبختیو ژغورلای شي.

سره له‌دې، چې د افغانستان اساسي قانون ۱۵۴ ماده په واضح ډول صراحت ورکوي، چې دولتي مقامات د ولسمشر او مرستیالانو په ګډون يې باید خپله سرمایه اعلان کړي، خو د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دغه قانون خلاف کړنه کړې او تر اوسه يې خپله سرمایه نه‌ده ثبت کړې.

همدارنګه د فساد سره د مبارزې عالي اداره هم د ځينو دولتي مقاماتو د پانګې او اسنادو په ارزولو کې پاتې راغلي.

لوړپوړي دولتي چارواکي سره له‌دې، چې په قانون کې پر دوی مکلفیت وضع شوی، خو بیا له مکررو غوښتنو وروسته هم د خپلو سرمایو د ثبتولو څخه يې انکار کړی.

پس څه باید وکړو او څرنګه کولای شو، چې د دغو کلپټوکراتانو له عظیمې شبکې سره مبارزه وکړو؟

د دغه مکانیزم له معرفي کېدو وروسته هغه څوک، چې خپل پانګې نه ثبتوي، تر شک او تردید لاندې دي د دوی پانګې ضبطیدلی شي.

د ثبوت مسوولیت په دغه ځای کې هغه چاته راجع کيږي، چې په‌دغه برخه کې يې خپلې پانګې نه‌دي ثبت کړي.

تر ټولو ستره ګټه يې دولت ته دا ده، چې د مبارزې په برخه کې څېړنو او تحقیقاتو ته ضرورت نه‌لري، ځکه په هغه شخص چې شک کيږي هماغه مجبور دی، چې پخپله ځواب ورکړي.

له بل لوري افغان دولت په ۲۰۱۶ میلادي کال د فساد سره مبارزې په کنفرانس کې په دغه برخه کې د یو قانون د جوړېدو وعده هم کړې وه، خو د یاد قانون په اړه تر اوسه هیڅ عملي اقدام نه لیدل کيږي.

په شېرپور او وزیر اکبر خان کې په ډېرو غصب شویو ځمکو باندې جوړې شوې څو میلیون ډالري ماڼۍ د فساد او مخدره موادو په پيسو باندې جوړې شوې دي.

له‌دې ډلې ډېرې ودانۍ بهرنیو ادارو او موسېساتو ته په کرایه ورکړل شوې‌دي، چې ګټې یې اړوندو ادارو ته نه ورکول کېږي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې د کابل اوسېدونکي په کابل ښار کې په خېمه کې اوسېږي، د ژوند ټولو شرایطو ته لا څه چې پاکو اوبو او برېښنا ته هم لاس رسی نه لري.

د تریاکو سوداګري او فساد يې چې اکثراً مشهور هم دي، شروع کړي. د مشهورو کلپتوکراتانو په ډول، د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم یادولی شو، چې ولسمشرمحمد اشرف غني د یو مشهور قاتل په توګه یاد کړی او تل یې له قضايي مصوونیت نه د خلاصون په‌پار خوند اخیستی دی.

د ده ستره دارايي، په شېرپور کې سترو ودانیو او ماڼیو نه شروع ان د زرګونو زرهي موټرو او د ساتونکیو ځانکړې شخصي اردو لرل د دې خبرې ښه شواهد دي.

عطا محمد نور هم پرته له جګړې نه په شمال کې د تصور خلاف سرمایه‌دار دی او اکثراً د شمالي حوزې  په ثبت شویو شرکتونو کې برخه‌وال دی. د پارلمان یو شمېر غړي، د ظاهر قدیر ډله، لالی حمیدزی، ملاتره‌خېل هم په دې ډله کې شامل دي.

له کلپتوکراتانو سره جدي او ګټوره مبارزه په دې معنا ده، چې دوی ته د داراییو د ضبط اجازه ورکړل شي.

نړیواله ټولنه به دولت سره د دې خلکو په تحریم کې مرسته وکړي. لکه د سفر مخنیوی، داراییو او بهرنیو هېوادونو کې دوه اړخیزو اموالو په اړه له دوست سره د هر ډول دوړه اړخیزې همکارۍ اقدامات.

له فساد سره د مبارزې نه‌شتوالی یوازې پر حکومت د خلکو د باور په راکمولو کې مرسته وکړي. موږ افغانان باوري یو، چې فساد په مراتبو له ناامنۍ نه جدي ستونزه ده. له کلپتوکراتانو سره جدي او رښتینې مبارزه ښايي د څوو پېړیو د متضررینو پر زخمونو باندې له مالګې لګولو نه پورته غوښتنه وي. دولت کولی شي، چې غیرقانوني ضبط شوې سرمایې د پوهنې، روغتیا او زیربنايي پروژو په برخه کې ولګوي. دا به نه یوازې د افغانانو په ګټه وي، بلکې د دوستو هېوادونو مالیه ورکوونکیو د پیسو احترام هم وي. افغانانو د مارچ پر ۲۷مه یوه مبارزه وبایلله؛ خو موږ د کلپتوکراتانو پر وړاندې مبارزه کولی شو.

 

یادښت: دغه لیکنه د عارف هوشنګ له‌خوا په دري ژبه هم ژباړل شوی.