چهارشنبه / ١٣٩٦ / چنګاښ - ٧ / ٢٠١٧ کال / جون - ٢٨

د بغلان دیني عالمان: د ږيرې په تور مو حکومت نيسي او طالبان مو تر ټولو بد بولي




 ٣١ ورۍ ١٣٩٦

 

د بغلان ولایت دیني عالمانو د افغانستان کورنيو چارو وزیر تاج محمد جاهد سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې حکومتي چارواکي يې د ږيرې په تور نیسي او وسله‌وال طالبان يې بیا د خپلو نظریاتو له‌مخې تر حکومتي چارواکو بدتر بولي.

د کورنیو چارو وزیر بلخ سمنګانو فاریاب او جوزجان ولایتونو ته تر سفر وروسته بغلان ولایت ته سفر وکړه او هلته یې د خلکو او ځايي چارواکو سره په امنیتي وضعیت خبرې اترې وکړې.

د دیني عالمانو په استازولۍ مولوي سبحان الله صدیق د کورنيو چارو وزیر سره په خبرو کې وویل، چې ځینې دولتي چارواکي د شخصي ګټو په خاطر بې نا ارامه کوي.

صدیق زیاتوي، وسله وال طالبان ديني عالمان تر دولتي چارواکو بد ګڼي او بل لورې بیا ځېنې دولتي چارواکي ديني عالمانو ته د ږیرې د درلودلو له کبله طالب یې بولي.

دی وايي، چې دیني عالمان له حکومته د امنیت د جدي تامین غوښتنه کوي.

د بغلان ولایتي شورا او والي له تازه مقرر شوي امنیه قوماندان ملاتړ کوي او زیاتوي، چې دغه ولایت زیاتو امنیتي سرتېرو یوې لوا او پوځي شفاخانې ته ضرورت لري.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي او د ولایتي شورا غړی محمد ظریف له مرکزي حکومت غواړي چې ددغه ولایت په امنيتي مقرریو او ادلون بدلون کې نه باید بیړنی تصمیم او فرمایشي تصمیم ونیسي.

والي زیاته کړه، چې په بغلان کې امنیتي سرتیري بسنه نه‌کوي او دوی په سقیله وسلو د یوې مجهزې لوا د جوړېدو غوښتنه کوو.

په همدې حال کې د کورنيو چارو وزیر د دغه ولایت د پاره د طالبانو تش په نوم والي مړینه لویه لاسته راوړنه بولي او زیاتوي، د پولیسو او امنیتي سرتېرو په لیکو کې حکومت د جدي اصلاحاتو راوستلو اراده لري.

د کورنيو چارو وزیر شمالي ولایتونو ته د خپل سفر موخه د امنیتي وضعیت ارزول په ګوته کړي او زیاتوي، خلکو ته او په ځانګړې توګه د بغلان ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي، چې امنیتي ځواکونه د ترهګرو ډلو د ځپلو پوره وړتیا او توان لري.

د کورنيو چارو وزیر دا هم ویلي، چې دغه ولایت طالبانو ته له مهمو موقعیتونو ګڼل کيږي او امنيتي ځواکونه به پرې نه‌ږدي، چې طالبان خپل هدف ته ورسيږي.