دوشنبه / ١٣٩٦ / چنګاښ - ٥ / ٢٠١٧ کال / جون - ٢٦

ننګرهار"الف" د ختیځ زون فوټبال ټورنامنټ اتلولي وګټله




 ٢٨ غبرګولی ١٣٩٦

 

د سپین غر بازان فوټبال لوبډلې د غوراوي په موخه په ننګرهار ولایت کې پیل شوې فوټبال سیالۍ د ننګرهار "الف" فوټبال کلب په اتلولۍ سره پاې ته ورسېدې.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له‌خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ننګرهار "الف" لوبډلې په پاې لوبه کې نورستان لوبډلې ته ۲ د ۱ ګول په وړاندې ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ پاې لوبه د ننګرهار په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه، چې د نورو ګډون کوونکو لوبډلو په پرتله یې زیات امتیازونه ګټلي وو.

د پاې سیالۍ د ختیځ زون فوټبال چارواکو ترڅڼګ د افغانستان فوټبال فدراسیون د تخنیکي سلاکار او پخواني روزونکي یوسف کارګر او د کابل فوټبال فدراسیون د مسوول عبدالصبور ولي زاده له‌خوا له نږدې وڅارل شوه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولایت کې د دې سیمه ییزو فوټبال ټورنامنټ موخه د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د ګډون کوونکې سپین غر بازان لوبډلې ته د غوره لوبغاړو لټون او غوراوی وو.

د ختیځ زون په دې سیالیو کې د ننګرهار د ۲ لوبډلو ترڅنګ د نورستان، کونړ او لغمان ولایتونو فوټبال لوبډلو برخه اخیستې وه.

ټاکل شوې ده د افغانستان ۶م پړاو فوټبال غوره لیګ سیالۍ د روان کال په اګست میاشت کې د ۸ زونونو لوبډلو ترمنځ په کابل کې پیل شي.

د سیالیو په پاې کې په غوره لوبغاړو او لوبډلو د لومړي او دویم مقام ګټلو ټرافیانې ورکړل شوې او هم ګټوونکې لوبډلې ته ۵۰ زره افغانۍ جایزه ورکړل شوه.

د سیالیو په پاې کې د ننګرهار "الف" لوبډلې ګول ساتوونکی ذوهیب اصیل او د نورستان لوبډلې د برید لیکې لوبغاړی شفق ایوبي د غوره لوبغاړو په توګه اعلان شول.

افغان فوټبال فدراسیون ددې له‌پاره چې د افغانستان ۶م پړاو فوتبال غوره لیګ سیالیو ته د زونونو پیاوړې لوبډلې برابری کړي، په هر زون کې ورته غوراوي پړاو سیالۍ پلان کړي دي.