چهارشنبه / ١٣٩٦ / چنګاښ - ٧ / ٢٠١٧ کال / جون - ٢٨

"انډریو وارډ" د سوک وهنې له اتلولۍ څخه دفاع وکړه




 ٢٨ غبرګولی ١٣٩٦

 

امریکایي سوک وهوونکي انډري وارډ په وروستیو ۷ میاشتو کې یو ځل بیا د سوک وهنې په یوه چیلینجي دروند وزنه لوبه کې خپل روسي سیال سرګي کوالیف ته ماتې ورکړه او له خپلې اتلولۍ څخه یې دفاع وکړه.

د "بلیچر ریپورټ "ویبپاڼې د راپور له مخې، دواړو سوک وهوونکو ترمینځ سیالۍ د امریکې لاس انجیلیس په "منډلی بی" هوټل کې ترسره شوه، چې په‌کې امریکایي انډري وارډ د لوبې په ۸م راونډ کې خپل روسیي سیال ته ماتې ورکړه او د نوموړي خلاف یې د بریاوو لړۍ جاري وساتله.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، سیالۍ کوالیف ښه پیل کړې وه، خو د انډري وارډ له‌خوا په سر ګوزار او ورپسې د کوالیف په بدن سختو ګوزارونه وکړل چې داتم راونډ په ۳۱مه ثانیه کې د لوبې لوبڅار ټوني ویکس وروسته له هغې وارډ ګټوونکي اعلان کړ چې ۳۴ کلن کوالیف په زنګونونو پریوته.

د روسي سیال له‌پاره د  سر په سر ۲ لانجمنو ماتو سره سره بیا هم ماته خوړونکي سرګي کوالیف د انډري وارډ سره د بیا ځلي لوبیدو غوښتنه وکړه.

د روسي کوالیف په وینا، دوی باکسران دي، خپلو لوبو ته ادامه ورکولای شي او د سوک وهنې لوبو د پریښودو هیڅ اراده نلري.

سیالۍ د امریکې په لاس انجیلیس کې ترسره شوه چې په ګټلو سره یې انډري وارډ د درې واړو نړیوالو اتلولیو "ډبلیو، بي، او"،"ډبلیو،، بي ای" او "ای، بي، ایف" سوک وهنې اتلولۍ کمربندونه له له خپل روسي سیال څخه وګټل.

د اتلولیو ګټلو وروسته ۳۳ کلن امریکایي وارډ رسنیو سره په خبرو کې وویل، کوالیف یو بهترینه فایټر دې، ډیر کم خلک به نوموړي ته ماتې ورکړای شي.

د نوموړي پر وینا، سرګي کوالیف یې د سر په ګوزار ټپي کړ او یوه برابر ګوزار ته اړتیا وه ترڅو روسي سیال له مخې پورته کړي.

وارډ په وروستیو ۳۲ سوک وهنې سیالیو کې ماته نه‌ده خوړلې او له دغه شمیر سیالیو څخه یې ۱۶ لوبې په ناک اوټ ګټلې دي.