چهارشنبه / ١٣٩٦ / چنګاښ - ٧ / ٢٠١٧ کال / جون - ٢٨

عالمانو شورا: د افغانستان دوښمنان په هېڅ دین او مذهب باور نه لري




 ٢٨ غبرګولی ١٣٩٦

 

د افغانستان د شیعه او سني مذهب لسګونه اوچت دیني عالمان به کابل کې د یوې غونډې پرمهال د هېواد وروستۍ پېښې وغندلې.

غونډې ته د افغانستان د عالمانو شورا رییس قیام الدین کشاف وویل، په هېواد کې ورستیو پېښو ته په کتو څرګنده ده، د افغانستان دوښمنان پر هېڅ دین او مذهب عقیده نه لري.

ښاغلي کشاف وویل، د هېواد دوښمنان غواړي د شیعه او سني مذهبونو تر منځ نفاق رامنځ ته او په دې کړنو سره هڅه کوي د افغانانو یووالی وګواښي.

د عالمانو شورا رییس وایي، هېچاته اجازه نه ورکوي، د افغانانو یووالی له منځه یوسي.

غونډې ته د شیعه مذهب دیني عالم واعظ بهسودي وویل، په هېواد کې وروستۍ پېښې ښیي چې ترهګرې ډلې هېڅ شي ته درناوی او پر هېچا رحم نه کوي.

بهسودي زیاتوي، په افغانستان کې د شیعه او سني ترمنځ یووالی او ورورولي د سمیې هېوادونو په کچه بې سارې او یوه بیګه ده.

غونډې ته یو شمیر نورو دیني عالمانو د ترهګرو ډلو ملاتړو ته په خبرداري سره وویل، چې که نه غواړي په نړۍ کې رسوا شي نور باید له دې بې ځایه ملاتړه لاس واخلي؛ د دوی پروینا خلک نور د دوی په ناوړه موخو پوه شوي دي.

دا غونډه داسې مهال جوړیږي، چې څو ورځې مخکې د کابل دشت برچي سیمه کې د الزهرا په نوم د شیعه ګانو پر یو جومات ډله ییز ترهګریز برید وشو، په ترڅ کې یې د یو مخور په ګډون پنځه کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.