دوشنبه / ١٣٩٦ / لړم - ١ / ٢٠١٧ کال / اکتوبر - ٢٣

په کابل کې د خیمو ټولول الزامي دي




 ٢٩ غبرګولی ١٣٩٦

 

د ولسي جرګې ځينو غړو یو ځل بیا د کابل پېښې په غبرګون د معترضینو پر کړنې نیوکې وکړې او زیاته يې کړه، چې د دوی د لارو بندولو له امله کابل ښاریان سخت په تنګ شوي او خبرداری يې ورکړ، چې نور د اعتراض دا شان دوام دوی ته د منلو وړ نه‌دی.

دوی د کابل ښار له بېلابېلو برخو د اعتراض‌کوونکو د خیمو ژر تر  ژره ټولېدا غوښتونکي شول.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي وویل، چې د ولسي جرګې له خوا د معترضینو د غوښتو په اړه د جوړې شوې مصوبې پر بنسټ باید معترضین خپلې خیمې لرې کړي.

ابراهیمي زیاته کړه، د جرګې مصوبه الزامي ده،  حکومت او معترضین دواړه لوري باید دغه مصوبه اجرا او تطبیق کړي.

ولسي جرګې د حکومت او اعتراض‌کوونکو ترمینځ د رامنځته شویو ستونزو دهوارولو په موخه ۱۱ ماده ییزه طرحه جوړه کړې وه، په  امنیتي  بنسټونو کې  بنسټیز سمون راوستل، د امنیتي ځواکونو له لیکو نه د شکمنو کسانو ایستل او د کابل خونړي برید په ځانګړې توګه پر لاریون کوونکو د ډزو عاملین پیژندنه، د بې‌کفایته امنیتي مسوولینو ګوښه کول او محکمه ددې طرحې اصل غوښتنې وې.

لويې څارنوالۍ ، چې د دې پیښو د څیړنې مسوولیت پرغاړه لري، تراوسه یې  په دې اړه  د کابل  ګارنیزیون قوماندان ګل نبي احمدزي او د کابل امنیه قوماندان جنرال حسن شاه فروغ دندې  ځنډولې دي.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د کابل په ډيپلوماټیکه او خورا مهمه سیمه کې د خونړي چاودنې وروسته لسګونه ملکي وګړي ټپيان او ووژل شول.

د پېښې په غبرګون د کابل ځينو اوسيدونکو لاریون وکړ او لاریون په تاوتریخوالي واوښت.

د پولیسو له لوري پر لاریون کوونکو ډزې وشوې، چې د مشرانو جرګې د مرستیال محمد عالم ایزدیار زوی سالم ایزدیار سره د څو نورو ځوانانو ووژل شول.

د هغه په غبرګون د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې اعتراضي خیمې ولګول شوې او اوس‌مهال د دغو خیمو له امله د کابل ښاریان له سختو ترافیکي ستونزو سره مخ دي.