سه‌شنبه / ١٣٩٦ / وږی - ٢٨ / ٢٠١٧ کال / سپتمبر - ١٩

د افغانستان امید فوټبال ملي لوبډله سعودي عربستان ته لاړه




 ٢٥ چنګاښ ١٣٩٦

محمد ابراهیم مومند د ورزشي برخې مسوول  

افغان فوټبال فدراسیون نن (جولای۱۶) له یوې تشویقي لیدنې وروسته د افغانستان ۲۳ کلنه امید فوټبال ملي لوبډله اسیایي جام سیالیو کې د لوبېدو په موخه د سعودي عربستان په لور رخصت کړه.

یاده لوبډله به د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کی پیلیدونکو اسیایي جام غوراوي پړاو سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له‌خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغانستان به د دې سیالیو په دویم ګروپ کې له کوربه سعودي عربستان، عراق او بحرېن لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم د لوبغاړو رخصتولو پرمهال له لوبډلې وغوښتل د غم ځپلي افغان ولس د بیا خوشحالولو له‌پاره هلی ځلی وکړي ترڅو د پیاوړو اسیایي لوبډلو خلاف د پام وړ نتیجې ترلاسه کړي.

د سعودي عربستان په کوربتوب د ۲۳ کلنو اسیایي جام ټاکنیزې سیالۍ پرون په ۱۰ غړو هېوادونو کې پیل شوې.

د افغانستان په ګډون د دویم ګروپ سیالۍ به د جولای میاشتې په ۱۹ نېټه مازدیګر ۵ بجې او ۵۵ دقیقې پیل شي، چې افغانستان لومړۍ لوبه له عراق سره کوي.

د دې سیالیو په دوام به افغان ۲۳ کلنه فوټبال ملي لوبډله د جولای په ۲۱مه ماښام ۵ دقیقې کم ۹ بجې له سعودي عربستان سره او د جولای په ۲۳مه وروستۍ لیګ لوبه مازدیګر ۵ دقیقې کم ۶ بجې له بحرین سره ترسره کړي.

د سعودي عربستان په کوربتوب د ب ګروپ دغه ټولې سیالۍ به د پلازمېنې ریاض په شهزاده فیصل بن فهد فوټبال لوبغالي کې ترسره شي.

د فوټبال اسیایي شورا د پلان له مخې به د هر ګروپ مخکښه لوبډله د ۲۰۱۸ کال ۲۳ کلنو فوټبال اسیایي جام سیالیو ته لاره پیدا کړي، خو په دې سیالیو کې ۵ او یا د کوربه چین په ښه ځلېدو ۶ دویم مقام ګټوونکې لوبډلې هم د اسیا په ۲۳ کلنو وروستي پړاو فوټبال ټورنامنټ کې د لوبېدو چانس ترلاسه کولای شي.

د اسیا ۲۳ کلنو اتلولۍ جام سیالۍ به د راتلونکې ۲۰۱۸ کال جولای میاشتې له ۹ مې تر ۲۷مې نېټې د اسیا وچې د ۱۶ بهترینه فوټبال لوبډلو ترمنځ وشي.

دغو سیالیو ته په اعلان شوې افغان لوبډله کې حمید الله وکیلي، محمد فردین کوهستاني، فیصل احمد احمدي، سید نوید ندیم، عبیدالله افضلي، جمیل ناصري، حمید حبیبي، امان الله سرداري، محمد روید سمندري، حسین علي زاده، مرتضی جعفري، محمد هاشمي، یارمحمد، رضا الله یاري، رحمت الله خیرخواه، محمد رشید افغان، خلیل احمد احمدي، عبدالرازق غفوري، رمیزفاروق، هدایت الله قریشي، الیاس احمد منوچهر، محمد یوسف مهندس زاده او محمد نادر علمي شامل دي.