پنج‌شنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢ / ٢٠١٧ کال / نومبر - ٢٣

ارګ او سپیدار ته د ورغلو لارو موانع به د ښاروالۍ تر بدیلې طرحې لرې نه‌شي




 ٢٥ چنګاښ ١٣٩٦

 

د کابل ښاروالۍ چارواکي وایي، د کابل ښار له واټونو او سړکونو د موانعوو لرې کولو لړۍ دوام لري، خو د ارګ، سپیدار او دیپلوماتیکو سیمو د واټونو موانع به تر نوې بدیلې طرحې په خپل ځای پاتې وي.

د کابل ښاروالۍ د خپرونو رییس او ویاند عبدالجلیل سلطاني سلام وطندار ته وویل، د کابل ښار له واټونو د موانعوو د لرې کولو لړۍ څو ورځې له دې امله د رېدلې وه، چې دوی نویو وسایلو ته اړتیا درلوده؛ اوس یې د اړتیاوړ وسایل ترلاسه کړي او په روانه اوونۍ کې بیا بېرته خپل کار پيل کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې یو شمېر کابل ښاریانو شکایت کړی و، چې د ښاروالۍ یوازې د کمزوروکسانو له‌خوا ایښودل شوي موانع لرې کوي او له زورواکو سره کار نه لري.

د دې ترڅنګ داسې ګنګوسې هم وې، چې په اوله درجه سیمو لکه د ارګ او سپیدارماڼیو او نورو دیپلوماتیکو سیمو کې دامنیت په موخه نوې موانع هم کېښودل شي.

خو د کابل ښاروالۍ د نشراتو رییس دا اندېښنې ردکړې او زیاته یې کړه، چې د موانعوو د لرې کولو د کار په پیل کې له یو لړ ستونزو سره مخ وه؛ اوس دا ستونزې هوارې شوي دي.