پنج‌شنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢ / ٢٠١٧ کال / نومبر - ٢٣

په جوزجان کې یو زوی خپله مور په برچه ووژله




 ٢٦ چنګاښ ١٣٩٦

 

په جوزجان ولایت کې یو هلک خپله مور په برچه وژلې او دوې خویندې یې ټپیانې کړې‌دي.

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي، چې دا پېښه تېره شپه د دې ولایت د شبرغان ښار په جغسای سیمه کې شوې ده.

د جوزجان د والي ویاند محمدرضا غفوري سلام وطندار ته وویل، چې دا هلک صمیم نومېږي او ۲۵ کاله عمر لري. ده دا هم وویل، چې صمیم د خپلې مور د وژلو ترڅنګ خپلې دوې خویندې چې د ښوونځي زده‌کوونکې وې ټپیانې کړې‌دي.

د غفوري پر وینا، تر دا مهاله د دې پېښې علت او انګېزه نه‌ده معلومه.

خو د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو مدیر نعمتالله کهزاد وویل، چې صمیم داسې مهال په‌خپلې مور او خویندو برید کړی، چې هغوی د پيسو د ورکولو نه انکار کړی‌ و.

د کهزاد پر وینا، دا هلک پر نشه‌‌یي توکیو روږدی دی.

د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو مدیر همداراز زیاته کړه، چې قاتل له سیمې تښتېدلی دی؛ خو د نیولو له‌پاره یې هڅې روانې دي.