سه‌شنبه / ١٣٩٦ / وږی - ٢٨ / ٢٠١٧ کال / سپتمبر - ١٩

افغانستان د ۱۹ کلنو نړیوال جام غوراوي پړاو په بریا پیل کړ




 ٢٦ چنګاښ ١٣٩٦

 

افغان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې د یوسف ځاځي د ښې توپ‌اچونې او «هیټریک» په‌واسطه د نړیوال جام غوراوي پړاو نننۍ لومړۍ لوبه کې مالیزیایۍ لوبډله له سترې ماتې سره مخ کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۸ کال نولس کلنو کرکټ نړیوال جام ته د غوراوي پړاو لومړۍ لوبه د ۸ وېکټو په‌واسطه وګټله.

د ۱۹ کلنو نړیوال جام د اسیا غوراوي پړاو لومړی «ډوېژن» سیالۍ نن د افغانستان په ګډون د نیپال، مالیزیا او سنګاپور لوبډلو ترمنځ پیل شوی، چې د ۹ ورځو له‌پاره دوام وکړي.

د سنګاپور په کوربتوب د دغه ټورنمېنټ په لومړۍ لوبه کې نن افغان لوبډلمشر نوین‌الحق له پچې ګټلو وروسته د مالیزیایۍ لوبډلې خلاف د لومړي بالینګ کولو پرېکړه وکړه.

افغان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې لومړی مالیزیایۍ ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله په ۲۲م اور کې یوازې په ۴۳ منډو وسوځوله او د ۲ لوبغاړیو په سوځېدو یې هدف ترلاسه کړ.

د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې که څه هم ۲ منډو کې ۲ لوبغاړي عمران محمدي او طارق ستانکزی پرته له کومې منډې له لاسه ورکړل؛ خو نوید عبید او درویش رسولي چټکه لوبه وکړه او ټاکل شوی هدف یې یوازې په ۳۴ بالونو ترلاسه کړ.

د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې په ګټه په توپ‌اچونه کې یوسف ځاځي ښه توپ‌اچونه وکړه او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

په توپ‌اچونه کې دغه راز «اف سپېنر» مجیب ځدران او شمس‌الرحمان هم پوره ونډه واخیسته چې ۳ او ۲ وېکټې یې ترلاسه کړې.

د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې ځوان ښې لاسي تېزتوپ‌اچوونکي یوسف ځاځي په ښې توپ‌اچونې د لومړۍ لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.

ټاکل شوی‌ده، د دې سیالیو په دوام به افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله خپله راتلونکې سیالۍيد جولای پر ۲۰مه نېټه له کوربه سنګاپور ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې سره وکړي.