سه‌شنبه / ١٣٩٦ / تله - ٢٥ / ٢٠١٧ کال / اکتوبر - ١٧

د لومړي ځل له‌پاره په هلمند کې د نجونو او هلکانو لیلیه جوړيږي




 ٢١ وږی ١٣٩٦

 

 

په پام کې ده، چې د هلمند پوهنتون په ۷۵ جریبه ځمکه کې د نجونو او هلکانو له‌پاره لیلیه جوړه شي.

د هلمند پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رییس نور احمد ایمل وايي، چې ډیری محصلین اوس هم د زده‌کړو له‌پاره ودانۍ نه‌لري او د پوهنې ریاست په نورو بلاکونو کې زده‌کړې کوي.

هغه وايي، چې اوس‌مهال د اناثو او ذکورو په برخه کې ګڼې ستونزې شته، چې د دغې لیلیې په جوړېدو سره به يې ستونزو ته تر ډیره بریده د پای ټکی کېښودل شي.

د دغې لیلیې په جوړېدو سره به ۳۰۰ نجونو او هلکانو ته د اوسېدو او خوړن‌ځای زمینې برابرې شي.

اخوا د هلمند والي حیات‌الله حیات وايي، چې د پوهنتون له‌پاره د وزیرانو شورا د پرېکړې سره سم د لښکرګاه ښار په ۷۵ جریبه ځمکه کې د ۳۹ میلیونو افغانیو په ارزښت د لیلیې د ودانۍ د جوړېدو چارې پېل شوې.

حیات‌الله حیات زیاتوي، هڅه کوي ترڅو د پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو له‌پاره نورې پېسې هم جلا کړي، تر څو دغه ودانۍ په بشپړه توګه جوړه شي.

د معلوماتو له‌مخې د دغې پروژې ټولې چارې به د افغان‌حکومت له‌خوا پرمخ وړل کيږي.

بل خوا ته په هلمند کې له شمالي ولایتونو راغلي محصلین وایي، چې دوی اوس اتاقي ژوند کوي او د شپې اوسیدو له‌پاره تراوسه د هلمند پوهنتون کوم څه نه‌دي ورکړي.

دوی وایي، که چیرې لیلیه ورته جوړه شي، نو دوی به له دغو ستونزو او مصارفو په امان وي.

نعمت الله سلطاني او مصطفی هغه محصلین دي، چې یو يې د غور او بل يې د وردګو له ولایتونو هلته د تحصیل په موخه ورغلي دي.

دوی وايي، چې اوس يې په لښکرګاه ښار کې اتاق نیولی او د درس په موخه هلته شپې او ورځې سبا کوي.

دوی د لیلیې نه‌شتون خپله اساسي ستونزه وبلله او له اړوندو چارواکو يې غوښتنه وکړه، چې دغې ستونزې ته دې جدي پاملرنه وکړي.

هلمند کې د پوهنتون د لیلیې ودانۍ جوړیدو له‌پاره داسې مهال پروژه پېليږي، چې دغه پوهنتون څلورکاله مخکې فعال شو او تر اوسه هم ودانۍ نه‌لري.