سه‌شنبه / ١٣٩٦ / تله - ٢٥ / ٢٠١٧ کال / اکتوبر - ١٧

کابل کې د ۳میلیاردو ډالرو په ارزښت د پوهنې وزارت درېیمه ۵کلنه ملي تګلاره




 ٢ تله ١٣٩٦

 

د پوهنې وزارت مسوولان وايي، چې دا ۵کلنه ستراتېژي د راتلونکیو (۱۳۹۶- ۱۴۰۰) پنځو کلونو له‌پاره طرحه شوې‌‌ده، چې د پوهنې د کیفیت لوړول، زده‌کړو ته لاس‌رسی، د روڼوالي مدیریت او اغېزمنتیا یې بنسټيزې موخې دي.

د پوهنې وزارت مرستیال محمدابراهیم شینواری وايي، چې د دې تګلارې له عملي‌کېدو سره ۲،۴ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته شاملېږي، ۵۸میلیونه درسي کتابونه چاپېږي، ۱۴زره او ۵۰۰ درسي خونې جوړېږي او د ښوونځیو ۱۰۰ زرو ښوونګیو او ۱۵ زرو مدیرانو ته د فني زده‌کړو زمینه برابرېږي.

د دې تګلارې پر بنسټ تر ۱۴۰۰ لمریز کاله پورې ۲۵۰۰ ښوونځي په نویو تکنالوژیو سمبالېږي، ۵۰۰ زره له سواده برخمنېږي او ۷۴ زره نور به د دې وزارت له ښوونيزو پروګرامونو فارغ شي.

د پوهنې وزارت مرستیال وايي، چې د دې تګلارې له‌مخې، تر راتلونکیو ۵کلونو پورې به د ښوونکیو شمېر ۳۰۰ زرو ښوونکیو ته لوړ شي او د زده‌کوونکیو شمېر به ۱۲ میلیونو تنو ته ورسېږي.

د دې وزارت مسوولان دا هم وايي، چې تر اوسه پورې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ۱۰۰۷ ښوونځیو نه ډېر هغه د زده‌کوونکیو پر مخ تړل شوي‌دي او له ۴۸ زرو ډېر ښوونځي ودانۍ نه‌لري.