يک‌شنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٦ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٧

«د پاکستان څارګره اداره له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري»




 ١٢ تله ١٣٩٦

 

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس او د دې هېواد د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته د نوې ستراتېژۍ د اغېزو او د افغانستان د وضعیت په اړه ورغوښتل شوي‌وو.

دوی د افغانستان او سوېلي اسیا په اړه د ټرمپ د ادارې د تګلارې په اړه د مهمو معلوماتو د نه روښانولو له امله د دې هېواد په مشرانو جرګې کې خبرې وکړې.

جنرال ډنفورډ د سناتورانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د پاکستان څارګره اداره له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري؛ خو ژمنه کوي، چې اسلام‌اباد به د ترهګرۍ په ځپلو کې همکارۍ ته حاضر کړي.

نړیواله ټولنه او د امریکا نوې ستراتېژي هڅه کوي، چې په سیمه په ځانګړي ډول په پاکستان کې د ترهګرو ډول فعالیتونه او استوګنيځ ځایونه ختم شي.

ډنفورډ بله ترهګرو ډلو سره د « ای ایس ای» ادارې د اړیکو په لرلو ټینګار وکړ.

جنرال ډنفورډ وویل، مهمه غوښتنه یې دا ده چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو پټنځي ختم شي، خو که دا کار ونه شي، نه یوازې پاکستان بلکې په ټوله سوېلي اسیا کې به امنیتي وضعیت کړکېچن شي

نوموړي وویل، دا پخپله د پاکستان په ګټه هم ده چې په سیمه کې امنیت راشي، پرمختیايي کارونه او پروژې وغوړېږي او ګاونډی افغانستان په امن کې وي.

د همدې اوونۍ په پیل کې د پاکستاني پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره پر دوو اړخیزو اړیکو، د سیمې پر امنیت، ترورېزم سره پر مبارزې ټینګار او د ريښتیني همکارۍ ژمنه کړې‌وه.

باجوه ویلي وو، چې پاکستان له ترورېزم سره د مبارزې له‌پاره هر ډول مبارزې ته چمتو دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وړاندې له ترهګرو سره ـ سره د دې پاکستان د څارګرې ادارې اړیکې ردوي او زیاتوي، چې امریکا باید په افغانستان کې د پاتې راتلو هره پړه پر پاکستان وانه‌چوي او دوی لا هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ژمن دي.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس وايي، چې که پاکستان له واشنګتن سره مرسته ونه‌کړي امریکا بل انتخاب نه‌لري.

ښاغلي متیس دا هم ویلي، مخکې تر دې چې ولسمشر د ډونالډ ټرمپ هغو ادعاوو ته رسېدنه وکړي، چې اسلام‌اباد د ترهګرو ملاتړو کوي. د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه، چې ډېر ژر به اسلام‌اباد ته لاړ شي؛ خو په دې اړه يې نور جزیات ورنه‌کړل.