يک‌شنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٦ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٧

د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې ۱۵،۸ سلنه وګړي د څښاک اوبو ته لاس‌رسی ‌لري




 ١٨ تله ١٣٩٦

 

د مرکزي احصایې تازه موندنې ښيي، چې د افغانستان د لسو ولایتونو ۱۵،۸ سلنه وګړي د څښاک صحي اوبو ته لاس‌رسی لري.

د افغانستان د مرکزي احصایې د کابل، بدخشان، سمنګان، کندوز، بلخ او پنځوو نورو ولایتونو د اوبو کیفیت په باب نوې سروې کړې ده.

د مرکزي احصايې مسلکي مرستیال حسیب‌الله موحد وايي، چې د دغې سروې پر بنسټ یوازې د ۱۰ ولایتونو ۱۵،۸ سلنه ښاریان د څښاک صحي اوبو ته لاس‌رسی لري.

د موحد پر خبره، د دوی سروې ښيي، چې ۸۴،۲ سلنه د څښاک اوبو سره د ایکولا په نوم میکروب ګډ دی.

دی وايي، چې د دغو لسونو ولایتونو د ښاریانو له جمعیته ۳۰،۴ سلنه پاکو اوبو او د کلیوالو سیمو یوازې ۱۰،۵ سلنه وکړي بیا پاکو اوبو ته لاس‌رسی لري.

د عامې روغتیا وزارت د صحي معلوماتو د ارزونې رییس سید عطاالله سعیدزي د دې سروې د هرکلي ترڅنګ وویل، چې د څښاک غیرصحي اوبه د بېلابېلو مرضونو په ځانګړي ډول د محرقې، نس‌ناستي او کولرا ناروغیو لامل کېږي.

د سعیدي په خبره، د دغه سروې پر بنسټ په بلخ او سمنګانو ولایتونو کې د څښاک اوبو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د مرکزي احصايې مسوولین له ټولو اړوندو ادارو غواړي، چې د افغانستان وګړو له‌پاره د څښاک اوبو په برخه کې منظم پلانونه پلي کړي.

د یادولو ده، چې د څښاک اوبو په اړه د افغانستان په ۱۰ ولایتوتونو کې دغه تازه سروې په شاوخوا ۵ میاشتو کې ترسره شوې ده.