چهارشنبه / ١٣٩٦ / تله - ٢٦ / ٢٠١٧ کال / اکتوبر - ١٨

فیفا: د پاکستان په فوټبال بندیز ولګولو




 ١٩ تله ١٣٩٦

 

د فوټبال نړۍوالی شورا (فیفا) په‌خپله رسمي وېبپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان فوټبال فدراسیون د دوی له‌خوا له بندیز سره مخ شوی.

د فیفا د دې پرېکړې دلیل دا ښودل شوی‌دی، چې له څه مودې راهیسي د فوټبال نړۍوالې شورا د اصولو خلاف د پاکستان فوټبال فدراسیون د دفترونو او مالي چارو واک د هغه شخص په لاس کې دی، چې د پاکستان محکمې ټاکلی دی.

د فیفا د غړیو هېوادونو فوټبال فدراسیونونو په چارو کې حکومتي لاس‌وهنې نه مني او همېش د دې ادارو په استقلالیت ټینګار کوي.

ویل کېږي، چې د روان ۲۰۱۷ کال اکتوبر له ۱۰ مې نېټې څخه د پاکستان فوټبال ملي لوبډله او د دې هېواد رسمي فوټبال کلپونو په اسیایي او نړۍوالو سیالیو کی ګډون نه‌شي کولی.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه راز تر هغې چې د پاکستان فوټبال فدراسیون له بندیز سره مخ او ځنډول شوی‌وي؛ د یاد هېواد فوټبال فدراسیون هېڅ غړی او چارواکی له پرمختیایي پروګرامونو ګټه نه‌شي اخیستلی او هم د فوټبال اسیایي او فیفا په روزنیز کورسونو او ورکشاپونو کی ګډون نه‌شي کولی.

همدارنګه د فوټبال نړۍوالی شورا او اسیایي فوټبال شورا هېڅ غړی هېواد د دې حق نه‌لري، چی د پاکستان فوټبال فدراسیون سره د دې بندیز په موده کې اړیکه لري او یا ورسره اړیکې وپالي.

فیفا په‌خپله خبرباڼه کی دا هم ویلي، چې دا بندیز او د پاکستان فوټبال فدراسیون ځنډېدل به تر هغې دوام ولري، چې د پاکستان فوټبال فدراسیون دفترونه او مالي چارې بېرته د یاد هېواد فوټبال فدراسیون په واک کې نه وي ورکړل شوې.

د پاکستان فوټبال فدراسیون له بندیزه مخکې روان ۲۰۱۷ کال کې د سوډان او مالي فوټبال فدراسیونونو هم ځنډولي او دغه یې راز په وروستیو کلونو کې د کویټ تر څنګ د ګواتیمالا، نایجیریا او بینین فوټبال فدراسیونونو هم د یادې شورا له‌خوا د حکومتي مداخلت او نورو ستونزو له کبله ځنډول شوي‌دي.

پاکستان په ۱۹۴۸ کال کې د فوټبال نړیوالې شورا غړیتوب واخیست، په ۱۹۹۴ کال کې د یادې شورا غړیو هېوادونو په درجه‌بندۍ کې ۹۵م مقام ته ورسېد؛ خو اوسمهال په نړۍواله درجه‌بندۍ کې ۲۰۰م مقام لري.