يک‌شنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٦ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٧

داعشیانو قوش‌تپې ولسوالۍ کې د فوټبال‌ او ږیرې خرېیلو پر سر خلک ځورولي




 ١٩ تله ١٣٩٦

 

د داعشیانو له لوري د ږیرې د خرېیلو پر سر ځورول شوی شخص

د جوزجان د قوش‌تپې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې داعشیانو په‌دې ولسوالۍ کې د فوټبال لوبه او ږیرې خرېیل منع کړي او په‌دې تړاو یې ځېنې کسان ځورولي هم دي.

د دوی په وینا، دعشیان شخصي زندانونه او ځمک‌تلي لري، چې له وېرې یې د قوش‌تپې ډېر اوسېدونکي جوزجان ته تښتېدلي دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي محمدسلیم سلام وطندار ته وویل، چې دوی د داعشیانو د شکنجې له وېرې له ولسوالۍ نه تښتېدلي دي. محمدسلیم دا هم وویل، چې د ږیرې په خرېیلو سره یې د دوی لاسونه په کېبلونو تړلي وو او د ځورولو تر څنګ یې د دوی له کوره غواګانې او مالونه هم وړي دي.

د قوش‌تپې بل اوسېدنکي ګلاب‌الدین وویل، چې د ږیرې خرېیلو تر څنګ د فوټبال لوبه هم منع ده، چې په همدې پار یې یو زوی هم سخت ځورول شوی‌دی.

دوی په‌دې ولسوالۍ کې داعشیان یوه لویه فاجعه وګڼله او زیاته یې کړه، چې دولت تر اوسه د دې ډلې د ځپلو له‌پاره عملیات نه‌دي پیل کړي.

د جوزجان امنیه قوماندان هم تاییدوي، چې داعشیان په‌دې ولسوالۍ کې پر عامو وګړیو هېڅ‌ډول جنایت نه درېغوي؛ خو ځايي او مرکزي چارواکيو پتېیلې ده، چې په‌دې ولسوالۍ کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي.

د قوش‌تپې یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې داعشیانو په‌دې ولسوالۍ کې ږیره خرېیل منع کړي او په خبره یې د دې ولسوالۍ له اوسېدونکیو یې غوښتي دي، چې د دوی له ډلې سره یوځای او "جهاد" ته چمتو شي.

داعشیانو تر دامهاله په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.