يک‌شنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٦ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٧

د کندوز محلي پولیس: ۶ میاشتې وشوې خوراکي توکي نه لرو




 ١٩ تله ١٣٩٦

 

د کندوز ولایت د محلي پولیسو یو شمېر قوماندانان او سرتېري وايي، چې ۶ میاشتې وشوې، دوی ته د اړتیا وړ خوراکي توکي وروړل شوي نه‌دي.

دغه شمېر سرتېرو د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې په دې موده کې ورته یوازې وریجې وروړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هر سرتېري ته باید په میاشت کې ۳۱ هګۍ، ۹ کیلوګرامه کچالو، یو کیلوګرام پياز او ۷،۵ کیلوګرامه مېوه ورکړل شي.

د کندوز ولایتي شورا مرستیال توریال کاکړ په دې ولایت کې امنیتي سرتېرو ته د مېوې او خوږې نه ورسېدل تاییدوي او وايي، چې سرتېرو ته د دغو توکو رسول د قراردي شرکتونو مسوولیت دی.

دی وايي، چې په دې اړه د امنیې قوماندانۍ هڅې بې پایلې دي.

د شمال ختیځ د پولیسو قوماندان خلیل الله ضیايي وايي، چې قراردادي شرکتونه د خپلو ګټو پربنسټ کار کوي او د امنیتي ځواکونو په مقابل کې د مسوولیت احساس نه لري.

ضیايي وویل، چې دغه ستونزه یې په کورنیو چارو وزارت کې له مسوولانو سره شریکه کړې او مرکز د ستونزې د حل ژمنه کړې ده.

امنیتي سرتېرو ته په میاشتو او اوونیو د خوراکي توکو نه رسېدل هغه ستونزه ده، چې مدام سرتېرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ورځنې شکایت کړی دی.

د دغو پېښو وروستی مورد د فاریاب غورماچ ولسوالۍ هغه لسګونه سرتېري وو، چې د طالبانو له‌خوا کلابند وو او د ژوندي پاتې کېدو له‌پاره یې د ورځو، ورځو وچه ډوډۍ یې بیا خیشتوله.