سه‌شنبه / ١٣٩٦ / تله - ٢٥ / ٢٠١٧ کال / اکتوبر - ١٧

کرزی د دودیزې لویې جرګې غوښتونکی شو




 ٢٠ تله ١٣٩٦

 

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا نوې اعلان شوې ستراتېژي په غبرګون کې خبري غونډې ته وویل، دا ستراتېژي د سولې پیغام نه‌لري، ده ټینګار وکړ، چې نه غواړو افغانستان د نړۍ زبرځواکونو او د سیمې هېوادونو د زور ازموینې ډګر شي.

ښاغلی کرزی وايي، افغانستان کولی شي د ملت په خیر پرېکړه وکړي او د یووالي ټینګښت، د نړۍ له تقابله د ځان ویستلو او له موجوده ستونزو د حل له‌پاره باید د افغانستان ټول خلک دودیزه لویه جرګه راوبولي.

ښاغلی کرزی داسې مهال د لویې جرګې جوړېدو غوښتنه کوي چې د امنیتي تړون لاسلیک په اړه یې د هغې مشورتې لویې جرګې پریکړه ونه منله چې ده په خپله رابللې وه. 

پخواني ولسمشر پر حکومت غږ وکړ، چې د امریکا د نوې ستراتېژي په اړه دې د ده، د حکومت کړنلاره غوره کړي.

هغه، د خپل حکومت سیاست ته په انغوتې وویل، هغه کړنې چې د هېواد ګټې ګواښي او د ستونزې پیدا کوي په اړ یې پر امریکا او متحدینو یې فشار راوړي او کوم څه چې د هېواد په ګټه دي همکاري ورسره کړي.

ښاغلي کرزي همدا ډول، حکومت ته وړاندیز وکړ، چې د ده، د حکومت په شان دې په دوو برخو کې خپلې چارې پرمخ یوسي یانې له یو لوري دې له امریکا او متحدینو سره کار وکړي او له بلې خوا دې ملي سلا مشورې جاري وساتي.

ښاغلي کرزي وویل، حکومت دې ډاډه وي، چې په دې برخو کې یې ملاتړ کوو.

ده زیاته کړه، په افغانستان کې د ګټو جنګ دی او زیاته یې کړه، په افغانستان۲۰ ترهګریزې ډلې نه شته.

پخواني ولسمشر یادونه وکړه چې، د طالبانو تحریک ته یې لیک استولی، چې د سولې او مذاکرې لار غوره کړي.

دی وايي، له طالبانو یې غوښتي چې، د بهرنیو د حضور پای ته رسولو او د افغانانو شته ستونزو د حلولو له‌پاره دې له جګړې لاس واخلي.

ښاغلي کرزي وویل، له امریکا سره ملګرتيا کوي او امریکا باید په افغانستان کې د سولې عملي زمینې په برابرولو کې کار وکړي.

پخوانی ولسمشر پر ټولو افغانانو غږ وکړ، افغانان د بهرنیانو تر سخت برید لاندې دي، چې افغانان په کور د ننه بې اتفاقه کړي.

دی وايي، افغانان باید په یو ټغر راټول شي او د هېچا په دسیسو تېر نه‌وځي.