يک‌شنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٦ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٧

د افغانستان ترټولو ستره او معیاري کرېکټ اکاډمي پرانیستل شوه




 ٢٠ تله ١٣٩٦

محمد ابراهیم مومند د ورزشي برخې مسوول  

ابدالي کرېکټ اکاډمي، چې د هېواد په کچه ترټولو ستره او معیاري کرېکټ روزنیزه اکاډمي ده، نن ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه رزونیزه کرېکټ اکاډمي د کابل په احمد شاه بابا مینه کې د څرخي پله عمومي سړک ته څېرمه ودانه شوې، چی په یو وخت کې د سلګونه لوبغاړو د روزلو ظرفیت لري.

د دغې روزنیزې کرېکټ اکاډمي روزونکي او د افغانستان د کرېکټ بورډ پخواني لوړ پوړي کارکوونکي نظیم جار عبدالرحیمزي په خپلو خبرو کې دغه اکاډمي د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې مهم قدم یاد کړ.

د جار په وینا، دغه کرېکټ اکاډمي ۹ خاورین او سمینټي پیچونه لري، چې په ۳ بېلابېلو وختونو کې به له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې لوبغاړي روزل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په دې اکاډمۍ کې د کرېکټ ترڅنګ د لوبغاړو په اخلاقیاتو کار کوي، د جیم چارې هم روانی دي او د انګلیسي ژبې کورسونه به ولري؛ دا ډول به سرپټې کرېکټ اکاډمي او هم به په راتلونکي کال کې د کرېکټ یو لوبغالی هم جوړ کړي.

د روزونکي په وینا، اوسمهال ۱۰۰ لوبغاړي هر ورځ په اکاډمۍ کې تمرینات کوي او هم به د ژمي په موسم کې روزنه دوام ولري.

نوموړي دغه راز وویل، په هېواد کی اوسمهال د تېزو بالرانو کمښت دی چی دوی ژمن دي د اف سپنر بالرانو د برابرولو ترڅنګ په دې برخه کې هم تکړه لوبغاړي د هېواد کرېکټ ته وړاندې کړي.

په پرانیست غونډه کې د کابل ولایتي شورا غړي ترخېل هم په خپلو خبرو کې د اکاډمۍ جوړېدل د ځوانانو لپاره ښه زیری یاد کړ او زیاته کړه، چې ځوان پارکی به سالم رقابت ته مخه کړي.

د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون مشر سایر ځلاند هم د ابدالي کرېکټ اکاډمۍ پرانیسته د کرېکټ پرمختګ کیلې یادې کړې او په دې برخه کې یې د ورزشي خبریالانو د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د کرېکټ بورډ پخواني غړي او د کرېکټ کارپوه مشتاق رحیم په خپلو خبرو کې وویل، چې پخوا به یې د مهاجرت په ژوند کې یوازې د ساتېرۍ په موخه کرېکت کولو خو اوس د روزنیزو کرېکټ اکاډمیانو په جوړېدو د افغانستان کرېکټ د پرمختګ او مسلکیتیوب په لور ځي.

ابدالي کرېکټ اکاډمۍ د ۵ میاشتو په موده کې د ۳۰۰ زرو ډالرو په لګښت جوړه شوې ده او د نورو اړتیاوو پوره کولو چارې هم روانې دي.

اوسمهال په کابل کې د زرملوال او سلطاني اکاډمۍ وروسته دا درېیمه کرېکټ اکاډمي ده، چې د کرېکټ لوبغاړو د روزلو په موخه کار پیلوي او په نږدې راتلونکي کې به د افغان کرېکټ اکاډمۍ په نوم یوه بله معیاري کرېکټ اکاډمي هم په کابل کې ګټي اخیستنې ته وړاندې شي.