يک‌شنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٦ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٧

د مېرمنو لاسي صنایعو ورکشاپونو او ګټې وټې کاروبارغوړېدا




 ٢٠ تله ١٣٩٦

ګیتي محسینی خبریاله  

د کابل باغ زنانه ته په ورننوتو بېلابېل غږونه ترغوږو کېږي. د بڼ په یوې څنډه کې ماشومان لوبې کوي او په بله څنده کې د برش کولو او د جامو ګنډولو ماشینونو د کار غږونه اورېدل کېږي.

خامک ګنډل، خنجردوزي، سرپتلوني او د جواهرو جوړول د افغان مېرمنو له دودیزو کسبونو دي.

خو اوسمهال هېڅوک هم دغه کسب د کورنۍ حرفې په حیث نه پېژني او د دولتي او نړیوالو بنسټونو په مرسته یې د صنعت بڼه نیولې او د لاسي صنایعو په نوم یادیږي.

د قالینې اوبدلو او لاسي صنایعو شرکت رییس شیرین اکبري د کابل په باغ زنانه کې ورکشاپ لري او ۳۰ نجونې او مېرمنې ورسره په بېلابېلو برخو کې په کار بوختې دي.

کله یې چې د ورکشاپ لیدو ته ورغلو رنګارنګ ټوټې په حرفوي بڼه برش شوې وې او څوو درزیانو پرې کار کولو.

د بڼ په بله څنډه کې څو نورې مېرمنې مرۍ ګنډي، د قیمتي او نیمه قیمیتي ډبرو پر مخ کار کوي؛ غاړه‌کۍ، لاس بندونه او نور توکي ترې جوړوي.

د کاروبار په اړه مو له شرین څخه پوښتنه وکړه، ویې ویل، چې ۱۵ کاله یې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کړی دی او څلور میاشتې مخکې یې له ۵۰ ډېرې مېرمنې په دې برخه کې روزلي دي.

خو شیرین خپل کارو بار په خورا ستونزمن اقتصادي حالت کې له ۱۰ زرو افغانیو پیل کړی دی او وايي، چې د ورکشاپونو د جوړلو پرمهال له سختو ستونزو سره مخ شوی؛ خو هېڅکله تسلیم شوی نه دی.

اوسمهال شیرین یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانۍ پانګه لري.

وايي، یوازېنۍ هیله یې داده، چې یو ورځ ټولو کونډو او بېوزلو مېرمنو ته کاري زمینه برابره کړي.

د دې مرکو په لړ کې مو له نجمه ایوبي سره چې یوه سوداګره ده او ۱۶ کاله کېږي، د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي هم اخبرې اترې کړي دي.

مېرمن نجمه وویل، دا چې د کور ګټیالۍ ده او هېچا ته یې لاس نه دی غځولی خورا خوښه ده.

کله مو چې له دې زیارکښې مېرمنې سره خبرې اترې کولې په کراتو به یې ویلي:"د ستنې په څوکې خپلو اولادونو ته روزي ګټم."

۲۰ نجونو نجمه سره د دستکولو کنډلو، بیک جوړولو او د بوټونو ګنډولو په برخه کې کار کولو؛ ټول دغه توکي له وطني جرمه په ښایسته او عصري ډیزاینونو جوړېدل.

د دغو توکو یو شمېر یې  خورا ښایسته او زړه راښکونکي وو.

مېرمن نجمه وايي، چې په دې ۱۶ کلونو کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي او په دې باور ده، چې دولت د مېرمنو ټولنیزې، کلتوري او اقتصادي برخو کې د پام وړ پروګرامونه عملي کړي دي.

دا سوداګره مېرمن له خپل کاروباره په خوښۍ وايي، چې له دې ګټې د اولادونو په ښوونې او روزنې مصرفوي او له هغوی یوازې غوړي، چې زده‌کړې وکړي.

د هېواد لومړۍ مېرمنې بي بي ګل څه وخت مخکې په خپلې وینا کې ډاډ ورکړی و، چې د ملي یووالي حکومت به مېرمنو ته د کارموندنې، پانګونې او په ځان بسیاینې په برخو کې په ټول توان له مېرمنو ملاتړ وکړي.

دغه راز د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري هم ویلي و، چې د مېرمنو اقتصادي وده د کورني تاوتریخوالي په مخنیوي کې خورا مهمه ده.

مېرمنو ته د کارموندنې په برخه کې د حکومت د سیاست څېړولو او ارزولو په اړه د افغانستان د مېرمنو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ته ورغلو.

د دې بنسټ مشرې منیژه وافق د هېواد اقتصادي ودې په برخه کې د مېرمنو رول مهم وباله او له هېوادوالو یې وغوښتل، چې د مېرمنو ځواکمنتیا له‌پاره باید له لاسي صنایعو استفاده وکړي.

مېرمن وافق وویل، د افغانستان د مېرمنو د سوداګرۍ او صنایعو خونه هڅه کوي، مېرمنو سره د بازار موندنې، د توکو کیفیت لوړو او دوی ته د ورکشاپونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

د کابل باغ زنانه د لاسي صنایعو ورکشاپونه د مېرمنو ارادې او وړتیا په برخه کې یو مصداق دی. د مېرمنو د لاسي صنایعو تولیدات ښيي، چې کار جنست نه غواړي او مېرمنې  د خپلو وړتیاوو او موخو پربنسټ د هېواد برخلیک جوړوي.