چهارشنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ١ / ٢٠١٧ کال / نومبر - ٢٢

سرپُل کې د کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله ۱۹ ښوونځي تړل‌شوي




 ١٥ لړم ١٣٩٦

 

د سرپُل ولایت د پوهنې رییس عبدالغفور سرپُلي سلام وطندار ته وویل، چې د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې یې د هلکانو او جونو نږدې ۲۰ ښوونځي له فعالیتونو غورځولي دي.

د سرپُلي په وینا، د کوهستانات  ۱۲ ښوونځي او د صیاد ولسوالۍ د ۷ ښوونځیو فعالیتونه تر نامعلومې نېټې پورې له ځنډ سره مخ دي.

د سرپُل د پوهنې رییس همدارنګه وویل، چې د صیاد په ۷ ښوونځیو کې ۵ مختلط، دوه بابه د جونو او په کوهستانات کې، ۴ مختلط، ۴ د جونو او پاتې ۴ د هلکانو دي.

د ده په خبره، یاد ښوونځي د کورنیو د بې‌وزلۍ، تنګ‌لاسۍ او له علم سره د علاقې د نه‌لرلو پر بنسټ له فعالیته غورځېدلي دي، چې په سلګونه زده‌کوونکي ښوونځیو ته له تګه پاتې دي.

د سرپُل د ولایتي شورا یو وکیل اسدالله دانش د دې ښوونځیو د فعالیتونو د ځنډېدلو په تړاو اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، که‌چېرې دا حالات همداسې دوام وکړي، زده‌کوونکي به له زده‌کړو پاتې شي او له ترهګرو سره له یوځای‌کېدو وروسته به د نظام پر ضد وجنګېږي.

 

د ولایتي شورا دا وکیل وايي، چې حکومت د کورنیو د بې‌وزلۍ، تنګ‌لاسۍ او د کورنیو د اولادونو په هڅولو کې مهم رول لري؛ ځکه خو تمه کېږي، چې حکومت د دې خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د سرپُل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني هم سلام وطندار ته تایید کړه، چې د دې ولایت د پوهنې ریاست د کورنیو د تنګ‌لاسۍ، بې‌‌وزلۍ او د علاقې د نه‌شتوالي له امله په صیاد او کوهستانات کې د هلکانو او جونو ۱۹ ښوونځي تړلي دي.

د سرپُل ولایت مدني فعالان د ښوونځیو د فعالیتونو ځنډېدلو ته اندېښمن دي او له اړوندو ارګانونو غواړي، چې د ښوونځیو په بېرته فعالولو کې ګړندي ګامونه واخلي.

د دې ولایت قومي‌مشرانو سلام وطندار ته وویل، چې د سرپُل د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې د زده‌کوونکیو په مخ ښوونځي پرانیستي دي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې د کورنیو د اقتصادي ستونزو او مینې د نه‌شتوالي له امله د نږدې ۲۰ ښوونځیو دروازې تړل کېږي.