چهارشنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ١ / ٢٠١٧ کال / نومبر - ٢٢

د لوست څه باندې ۱۳۵میلیونه نوي کتابونه چاپېږي




 ١٦ لړم ١٣٩٦

 

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې زده‌کوونکیو ته د لوست کتابونو چاپ او وېش پروژې دویم پړاو پیل کړ.

په دغه پړاو کې به د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د لوست ۱۳۵ میلیونه کتابونه او د ښوونکیو لارښود چاپ او وېشل شي. 

په افغانستان کې د امریکا ځای ناستي سفیر هوګو لارنس په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، چې د لوست کتابونه او د ښوونکیو لارښود په درېیو پړاونو کې چاپ او وېشل کېږي.

د ښاغلي لارنس په وینا، که له دغو کتابونو سم کار واخیستل شي د زده‌کوونکو اړتیاوې پوره کوي.

ښاغلی لارنس زیاتوي، د لوست کتابونو چاپ او وېش کې ځنډ په افغانستان کې عادي خبره ده، خو دوی هڅه کوي د پلان او له پوهنې وزارت سره د پراخې همغږي له لارې په کابل او ولایتونو کې دا ستونزه لېرې کړي.

په همدې حال کې، د پوهنې ځای ناستی وزیر اسدالله حنیف بلخي په ښوونځیو کې د لوست کتابونو کمی جدي ننګونه بولي او وایي، دغه وزارت زده‌کوونکیو ته پرخپل وخت د کتابونو رسولو ته ژمن دی.