چهارشنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ١ / ٢٠١٧ کال / نومبر - ٢٢

په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي سره د سلام وطندار ځانګړې مرکه




 ١٨ لړم ١٣٩٦

 

کورنیلوس زیمرمن چې له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۵ کاله پورې په مزارشریف کې د جرمني جنرل کونسل و چې اوس په افغانستان کې د ناټو ځانګړی ملکی استازی دی. سلام وطندار له دې لوړپوړي چاروکي سره ځانګړې مرکه کړې‌ده او په مرکه کې یې د افغانستان د سولې، د امریکا د تازه ستراتېژۍ، افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز او له ترهګرو سره د روغې جوړې په اړه خبرې کړې‌دي.

 

خبریال: په افغانستان کې د خپلې شخصي تجربې په اړه وغږئږئ.

سلام عیلکم! خوشاله یم چې ستاسو په سټډیو کې یم او درنو اورېدونکیو ته ښه راغلاست وایم.

ما په‌دې وطن کې یوه کاري مخینه لرله، چې زه یې بیاځلي راتګ ته لېواله کړم. زه له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۵ زېږدیز کاله پورې په مزارشریف کې د جرمني جنرل کونسل وم. ما په هغه وخت کې ډېر سفرونه کول او له اغېزناکو خلکو سره مې ډېر ناستې کولې. دا هغه رښتینی کشش و، چې زه یې بیاخلي راتګ ته لېواله کړم. هغه خلک چې د دې هېواد ښې راتلونکې ته کار کوي، ځان بامسوولیته ګڼي چې د راتلونکي به جوړلو شروع کوي او د ځان او اولادونو له‌پاره راتلونکي جوړوي او د دې ترڅنګ چې هغه څوک چې زه یې ډېره ستاینه کوم؛ له هر ډول خطر او زیان سره د مقابلې توان لري.

نو په‌دې اساس، په لنډه توګه، د افغانانو انعطاف‌پذیري د هغوی د راتلونکې د جوړولو له پاره یو ښه لامل و، چې زه بېرته راوګرځېدم.

خبریال: د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د نوې ستراتيژۍ په اړه څه نظر لرئ؟

ځواب: موږ یې هرکلی وکړ، موږ د ناټو په توګه د جنوبي اسیا له‌پاره د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې د افغانستان شرایطو ته په کتو د دې کړنلارې ستاینه وکړه. دا د ناټو د تل‌پاتې ژمنې په توګه د افغانستان د امنیتي بهبود باندې منطبقه ده.

دا ګډ ماموریت په تېره میاشت کې د امریکا د دفاع وزیر مېتس او د ناټو د عمومي منشي له راتګه هم ثابته شوه.

موږ په‌دې هېواد کې څه کوو؟ موږ به دا کتار همداسې روان ساتو، موږ هڅه کوو او تاسو ته هم ډاډ درکوو. موږ نه غواړو، چې د ایساف تېر جنګي نقش یوځل بیا ولوبوو؛ خو موږ نهايي کوښښ کوو، چې افغان پوځ وروزو او پیاوړی یې کړو، چې په موثره توګه د دوښمن په مقابل کې وجنګېږي.

خبریال: د پاکستان د اړیکو او سولې په اړه څه وایئ؟

 که چېرې ناټو په افغانستان کې نه وه، موږ به دا باور هم نه‌لرلو، چې سوله دې په‌دې هېواد کې چانس ولري. موږ له خپلو افغان همکارانو سره دې هدف ته د رسېدو له‌پاره مرسته کوي او د حالاتو په درک سره محسوسېږي، که موږ بشپړه مرسته او د ټولو ګاونډیانو سازمان شوې همکاري ولري؛ په افغانستان کې سولې ته رسېدلی شو.

د دې معنا څه ده؟ البته چې موږ له ګاونډیو هېوادونو سره له سازمان شوې همکارۍ معنا دا ده چې د ترهګرو ډلو له تسلیم سره نه‌دي همغږي.

موږ فکر کوو، چې موږ اړیکې جوړوو او ولسمشر غني دا کار کوي. همدا ده، چې موږ په سیمه کې د یو باثباته افغانستان د بهبود هڅه کوو. ولې؟ ځکه چې دا موکې د ښې سوداګرۍ له‌پاره زمینه جوړوي. افغانستان یو ځوان او مصرفوونکی بازار دی. نو ځکه د ګاونډیو هېوادونو مرسته زمینه برابروي، چې په افغانستان کې ښه پانګونه وکړي.

زه فکر کوم، چې موږ باید په چټکیتا سره هڅه وکړو، چې هماغسې چې تاسو بیان کړ، له یو ماتېدونکي حالت نه، له ټولو وروستیو ترهګریزو پېښو سره ـ سره ګټونکي حالت ته ووځو.

خبریال: د دفاع وزیرانو د جلسې په اړه مو څه رایه ده؟

ځواب: افغانستان له مخکې نه د دفاع وزیرانو د تابستان په اجنډا کې قرار لرلو او د دې اوونۍ په غونډه کې به هم د دفاع وزیرانو په اجنډا کې شامل وي. دا به یو اختصاصي شوی او مستقل مورد وي. موږ به یو ځل بیا د دفاع له ځای‌ناستي وزیر سره د افغانستان د امنیت د راپور په اړه خبرې وکړو.

موږ تمه لرو، چې متحدین دا حالاتو ښه جاج بیا تایید کړي. او زیات شمېر شریکان او متحدین به یو ځل بیا د ځواکونو په زیاتوالي، پوځي تمریناتو، مشورو او مرستو باندې باندې فشار راوړي.

او په ټوله کې به متحدین، البته د هغوی همکاران به په دې اړه، چې ناټو څنګه په‌دې هېواد کې خپل ماموریت تر سره کړي؛ بحث وکړي.

خبریال: د پولیسو نقش څنګه ارزوئ؟

لومړی خو باید دا معلومه کړو، چې موږ څومره ژور د امنیتي ځواکونو هڅې پېژندلي او ستایلې دي. زه یوازې د ملي اردو په اړه خبرې نه کوم، بلکې د پولیسو په اړه هم چې د تاوتریخوالي په لیکه کې پراته دي هم غږېږم. موږ د پوځي تمریناتو، مشورو او رسنیزې مرستې له لارې هڅه کوو، چې افغان هماکارانو سره لاس کوو، چې د هغوی د کړنلارې پلې شي. 

په‌دې هېواد کې اردو او پولیس د ولسمشر او اجرایوي رییس په همکارۍ او پلا سره کار کوی.

په اوږدو کې هدف روښانه دی، چې پولیسو ته د وظیفې د تګ پر وخت ښه فضا او زمینه برابره شي.

دا فضا او وضعیت به وخت ونیسي؛ خو ډېر خوشاله یم، چې دا موخه د افغان دولت په مرسته تدوین شوې‌ده.

خبریال: د افغانستان د ټاکنو د ترسراوي او زمانبندۍ په اړه ستاسو ارزونه څه ده؟

اجازه راکړئ، چې په د ډیموکراسۍ په چوکاټ کې د ټاکنو پر مهموالي وغږېږم. ټاکنې په خپل هېواد کې یو چا ته د دې حق ورکول دي، چې چا ته رایه ورکړي. نه‌شي کېدلی چې د هغه انتخاب او اهمیت تېروتنه وبولو. موږ ټول پوهېږو چې ټاکنې په‌خپل وخت ونه‌شوې.

نړیواله ټولنه په شدت سره د دې لېواله ده، چې ټاکنې په خپل وخت وشي. باید شفافې او په ټاکلې زمانبندۍ وشي.

دا د ټاکنو خپلواک کمېسیون پورې اړه لري، چې د ټاکنو له‌پاره لومړی مسوولیت، هم د ټاکنو د تاریخ او هم د ټاکنو د چمتووالي له‌پاره په غاړه واخلي او نړیواله ټولنه هر ډول ملاتړ ته چمتو ده.

خبریال: د سیاسي ګوندونو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په تړاو څه څرګندونې لرئ؟

موږ چې کله د ټاکنو په اړه غږېږو لومړی باید مهم فکتور په ګوته کړو. دا د ټاکنو د تېرې دورې د باور اعاده ده.

زه په ۲۰۱۴ کال کې په مزار کې د جرمني جنرل کونسل وم. هغه وخت د ټاکنو په لومړۍ دوره کې د نړیوالې ټولنې په استازولۍ د ټاکنو بحیر ته ورغلم، هغه څه چې ما ولیدل، حیرانوونکي وو، د خلکو صبر، د رايې‌ورکونې مرکزونو کې د خلکو منظموال او صنف‌بندي. یو جشن؛ خو جدی جشن.

زه فکر کوم، چې سیاسي طبقه، د دې هېواد ټول لوبغاړي، دولت، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، ګوندونه او مدني ټولنې د دې مسوولیت لري چې افغانانو ته د ټاکنو هغه تېر باور اعاده کړي.

ډیموکراسي په خبرو ـ اترو ولاړه ده. زه له ټولو خواوو غواړم، چې د سالمو ټاکنو او د تېرې ټاکنیزې دورې د اعتماد د اعادې له‌پاره سره خبرې ـ اترې وکړي.

موږ د ټاکنو ملي ټولنه لرو، موږ به د یوې مناسبې حل‌لارې په پيدا کولو کې په‌دې هېواد کې د باثباته ټاکنو په اړه فکر وکړو.

خبریال: د داعش په شان له نورو وسله‌والو ډلو سره د خبرو اترو په اړه کوم وړاندیز یا نظر لرئ؟

زه فکر کوم چې په افغانستان کې پوځي هڅې مهمې دي؛ خو کافي نه‌دي. دا باید په یو سیاسي بهیر سره بشپړ شي.

د دې خبرو موخه مې دا د، یوه وسیله ده چې دا د طالبانو په شان د نورو ترهګریزو ډولو له‌پاره، چې تاوتریخوالي نه د لاس اخیستلو ته مایل دي، له نورو ترهګریزو ډلو او خواوو سره خپلې اړیکې دروي او هغه ډلې چې اساسي قانون مني، بشري حقونو ته درناوي کوي او د ښځو حقوقو ته قایل وي.

زه فکر کوم، موږ باید دې متقاعدو عناصرو ته د رسېدو له‌باره هېڅ ډول هڅه عادي ونه‌ګڼو.

خبریال: د سیمې په کچ څنګه یوه ملي اجماع رامنځته کولی شو، چې د یو ښه حالت په اړه په بریالتوب سره حرکت وکړو؟

ناټو د نړیوالې ټولنې سره یوځای د ولسمشرمحمد اشرف غني له لوري د روان زېږدیز کال د (جون) په میاشت کې «د کابل پروسه» بهیر هرکلی وکړ. دې ناستې ټول مهم او غټ لوبغاړي د سیمې د سولې خبرو په اړه سره خبرو ته حاضر کړل.  زه فکر کوم دا د افغانانو په رهبرۍ یوه ښه پروسه وه.

البته د کوچنیو جوړښتونو او فارمټونو ته یې اړتیا ده. اوسمهال خبرې پای ته رسېدلې دي او لا وخته دی چې د بریالیتوب په اړه یې خبرې وشي. خو واقعیت دا دی چې ټول ګوندونه موافق نه‌دي چې په‌داسې حال کې چې له یو بل سره نږدې دي، باید تر ټولو مهم لوړیتوب (سولې) ته د رسېدو له‌پاره هلې ـ ځلې وکړي.

او که ممکنه وي، عرض کړم، زه غالباً وینم، چې ټول افغانان ګاونډیان تورن کړي. دا رښتیا هم هغه عنصر دی، چې عادي یې نه‌شو نیولی و ما موږ دا په قاطع ډول په نظر کې نیولی دی. په‌دې هېواد کې باید ډېر کار وشي چې د سولې له‌پاره زمینه برابره شي. موږ افغانان هڅوو چې د سولې په خبرو ـ اترو کې ګډون وکړي.

دا سوله باید څنګه وي؟ ایا موږ غچ اخلو، مجازات غواړو؟ ایا له توافق سره جوړجاړی کوو؟

زه فکر کوم، اړینه ده، چې افغانان د یوې تل‌پاتې سولې له‌پاره د توافق د ایجادولو له‌پاره هر هغه څه چې دوی یې غواړي وړاندې کړي.

او له هر څه مخکې او لومړی باید هماغسې چې مې مخکې وویل، ډېره اړینه ده، چې اوسمهال هغو عناصرو ته چې له سولې سره تړاو لري، اړیکه ولرئ او هماغه وړاندیز کړي، چې سولې ته رسېدا اسانه کړي.

زه دې بهیر ته له څوو اړخونو فکر کوم، موږ پوځي او ډیپلوماتیک عناصر لرو. موږ عمومي خبرې کوو او ترهګرو ته د سولې په اړه ډاډه وړاندیزونه لرو، موږ د تل‌پاتې افغان سولې په برخه کې ښه پرمختګ کولی شو.

خبریال: مننه چې سلام وطندار ته راغلئ.

له تاسو هم مننه.