چهارشنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ١ / ٢٠١٧ کال / نومبر - ٢٢

د معلولینو کرکټ ملي لوبډلې ۸ لوبغاړیو له کرکټ بورډ سره پرېکون کړی




 ٢١ لړم ١٣٩٦

 

د افغانستان معلولینو کرکټ ملي لوبډلې ۸ لوبغاړیو د افغانستان کرکټ بورډ ننني پيل شوي تمریناتي کمپ کې برخه نه‌ده اخیستې او له یادې ادارې سره په‌خپل کړي پرېکون ولاړ دي.

د پرېکون کوونکیو په استازیتوب د معلولینو کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي شفیق‌الله صمیمي سلام وطندار سره په مرکه کی وویل، کرکټ بورډ د دوی ۲۰ کسیزې ملي لوبډلې سره (سینټرل کنټرکټ) ورکړ؛ خو تراوسه یی ورسره یوه ژمنه هم نه‌ده عملي‌کړی.

د نوموړي په وینا: «درې میاشتې مخکی راسره تړون وشو، نه یی د تړون له مخې ۱۷۵ ډالر معاشونه راکړل، نه یې راته د بانک اکاونټونه جوړ کړل، نه یې هم راته روزنیز کمپونه برابر کړل او نه یې هم کرکټ بورډ ته دننه پرېښودو چې له امله یی ټول لوبغاړي اوسنۍ ادارې سره پرېکون کولو ته مجبور شول.»

صميمي زیاته کړه، کرکټ بورډ هرکال یوازې د زونونو په کچه له سیالیو معلولو کرکټ ملي لوبډلې ته لوبغاړي غوره کوي چې سږکال هم د کرکټ بورډ د ټولو مسوولو روزونکیو او ټاکونکیو په موجودیت کې همداسې وشول چې له غوره‌شوې ۲۰ کسیزې ملي لوبډلې سره یی تړون هم لاسلیک کړ؛ خو اوس کرکټ بورډ په نیمایي کې له سره ملي لوبډله جوړوي.

شفیق‌الله صمیي وویل، په نړیوال سفر کې اصولاً ۵۰ او ۱۵۰ ډالر ورکول‌کېږي؛ خو دوی ته ۱۰۰۰ افغانۍ ورځنی مصرف‌ورکول کېد چې په وروستي سفر کې یې بیا ورته ۵۰ ډالر کړل؛ خو بیا هم خوشاله وو چې د افغانستان له‌پاره لوبېږي.

صمیمي دا هم وویل چې د قرارداد په اخیستو ورته خلکو مبارکۍ ورکړې او تشویق یې کړل؛ خو له‌ دوی څخه افغان کرکټ بورډ هېڅ قسم ګټه پورته نه‌کړه، دوی یې غولول او په وروستیو کې یې بی‌سرنوشته پرېښودل.

هغه وویل چې دوی په ماتو او ګوډو اندامونو بغیر له کوم امتیازه هندۍ او بنګله‌دېشۍ لوبډلې له ماتې سره مخ کړې او په پاکستان او هندوستان کې یې هم لوبې وکړې؛ خو کرکټ بورډ ورسره په چل روان دی.

په همدی حال کې نن د افغانستان کورني کرکټ څانګې له‌خوا په کابل کې د یوې اوونۍ روزنیز کمپ پیل شو چې د کورني کرکټ مسوول دولت احمدزي په وینا، د بېلابیلو ولایتونو څخه په‌کې ۳۵ معلول لوبغاړي برخه لري او په بېلابېلو برخو کې به وروزل شي.

د نوموړي په وینا، په معلولینو کرکټ ملي لوبډله کې د لوبېدو معیار ۳۹ سلنه معلولیت دی او له همدی کبله یې په لوبغاړیو د بیا کتنې له‌پاره د هغې ۲۰ کسیزی ملي لوبډلې امتیازات هم ځنډني کړل چې په ملي لوبډله کې په نړیوالو معیارونو برابر کسان غړیتوب ترلاسه کړي؛ خو ژمنه یې وکړه چې ټولو لوبغاړیو ته به د هماغې نېټې امتیازات ورکړي چې تړون ورسره شوی‌دی.

د نوموړي په باور، د افغانستان د عامي روغتیا وزارت سره یې اړیکه نیولې او د کابل روزنیز کمپ په پای کې به لوبغاړي تشخیص کړي چې ۳۹ سلنه معلول او ملي لوبډلې ته د غوره کولو جوګه وي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه، له پیل شوي تمریني کمپ څخه به چې د کورنیو روزونکیو له‌خوا روزنه ورکول کېږي؛ په احتمالي توګه ۳ میاشتې وروسته د معلولو اسیایي کپ او دغه راز په ۲۰۱۹ کال کې کېدونکي نړیوال جام ته هم غوره لوبغاړي انتخاب او په نښه کړي.

ویل‌کېږي چې د افغانستان له ۲۰ کسیزی معلولینو کرکټ ملي لوبډلې له ډلې څخه محمد الله احمدزي، عبدالله عصمتي، زبیرځدران، شیراغا، محمد طفیل، قدرت‌الله، جمیل مندوزی او عبدالله لېوال هغه لوبغاړي دي چی اوس هم له کرکټ بورډ سره په پرېکون ولاړ دي؛ خو د دوی له ډلې شفیق‌الله صمیمي، صبغت‌الله اخندزاده او محمد اشرف له پرېکون څخه تېرشوي او له بورډ سره یې په روان کمپ کې غړيتوب لري.

د ا په داسې حال کې ده چې افغان کرکټ بورډ په‌خپله بودیجه د معلولینو کرکټ څانګې له‌پاره ځانکړی بودیجه نه‌لري او د بېلابېلو معلولینو کرکټ ملي لوبډلو مصارف په افغانستان کې د «سویډن کمیټه» ورکوي.