چهارشنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ١ / ٢٠١٧ کال / نومبر - ٢٢

افغانستان فوټبال اسیایي جام ته د ویتنام خلاف وروستی بخت ازمایي




 ٢٢ لړم ١٣٩٦

محمد ابراهیم مومند د ورزشي برخې مسوول  

ټاکل شوې ده، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به ۲۰۱۹ کال اسیایي فوټبال جام سیالیو ته د رسېدو په موخه د دریم غوراوي پړاو په ۵مه لوبه کې له ویتنام سره د لوبې ډګر ته ووځي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له‌مخې، د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ به سبا د افغانستان په وخت مازدیګر ۴ نیمې بجې د ویتنام په پلازمېنه هانوی فوټبال نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

د سیالیو رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له‌مخې، د افغانستان او ویتنام فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان په کوربتوب په تاجیکستان کې په یو، یو ګول برابره پای ته رسېدلې وه.

د سبا ورځې سیالۍ کې د بریا په خپلولو سره افغان فوټبال ملي لوبډله د  عربي اماراتو په کوربتوب اسیایي جام سیالیو ته د رسېدو هیلې ژوندۍ ساتلی شي؛ خو په ماتې سره به یې افغانستان په روانو سیالیو کې د مخکی تګ چانس په بشپړه توګه له لاسه ورکړي.

افغان فوټبال ملي لوبډله باید د ویتنام او کمبودیا خلاف پاتو ۲ سیالیو کې بریا خپله کړي؛ ترڅو یې له دویم مقام لرونکی ویتنام لوبډلې امتیازونو برابر ۸ ته ورسېږي خو د ګولونو په زیاتوالي سره اسیایي جام سیالیو ته لاره پیداکړي.

د سبا ورځې په بله لوبه کې د کمبودیا لوبډله د اردنۍ لوبډلې کوربه ده، چې د اردن په بریا سره به یاده لوبډله په ۱۰ امتیازونو اسیایي جام سیالیو ته لاره پیداکړي.

افغان روزونکي اوتو فیستر د سبا ورځي سیالۍ وړاندې په رسنیزه غونډه کې وویل، چې د افغانستان او ویتنام پخوانۍ لوبې ته په کتو دومره توپیرنه ویني خو په دې باوري دي، چې افغان لوبډله ښه نتیجه ترلاسه کړي.

دغه راز ویتنامي روزونکي پارک هنګ خبري غونډه کې وویل، د افغانستان خلاف د سیالۍ په اهمیت پوهیږي، پخپله او لوبغاړي یې په دې باوري دي، چې سبا ګټونکي دوی دي او باید ټوله خواري د لوبې په لوبغالي کی نندارې ته وړاندی کړي.

په روانو دریم پړاو غوراوي سیالیو کې د ۴ لوبو وروسته اردن لوبډله په ۸ امتیازونو لومړی، ویتنام په ۸ امتیازونو دویم، کمبودیا په ۳ امتیازونو دریم او افغانستان بیا په ۲ مساوي او ۲ ماتو سره له ۲ امتیازونو سره وروستی څلورم مقام له ځان سره لري.