چهارشنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ١ / ٢٠١٧ کال / نومبر - ٢٢

ایران کې د زلزلې تلفات؛ ۳۲۸ تنه وژل شوي




 ٢٢ لړم ١٣٩٦

 

تېره شپه د ریکټر په حساب ۷،۳ درجې زوروې زلزلې د ایران لویدیځ او د عراق شمال ختیځې برخې ولړزولې او په پایله کې یې ۳۲۸ تنه ووژل شول او ۳ زره او ۹۵۰ نور ټپيان شول.

دغې زلزلې د بوشهر، شمالي خراسان، ختیځ اذربایجان، سمنان، تهران، زنجان، فارس، خراسان رضوي، لرستان، همدان، ایلام او کردستان ولایتونو ته ټکانونه ورکړل.

د ایران په ځینو ولایتونو کې ماتم علان شوی دی او ښوونځي د یوې ورځې له‌پاره رخصت شوي دي.

د ایران حکومتي چارواکي وايي، چې د مرګ ژوبلې شمېرې مخ په زیاتېدو دی.

د کرمانشاه ولایت د زلزلې پېژندنې چارواکی وايي، چې له دغې زلزلې وروسته یې له ۱۰۰ زیاتې د زلزلې راتلونکی ټکانونه هم ثبت کړي دي.

د مسوولو چارواکیو د معلوماتو له‌مخې، د زلزلې مرکز د عراق د شمال ختيځ په ٣٢ کيلومترۍ کې تر ځمکې لاندې ٣٣ اعشاريه ٩ کيلومتره ژور و.