چهارشنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ١ / ٢٠١٧ کال / نومبر - ٢٢

په افغانستان کې د درملو خپل‌سري کارول روغتیايي بحران رامنځته کړی




 ٢٢ لړم ١٣٩٦

ریحانه فرهمند خبریاله  

دا اوونۍ د انتي‌بیوټیک درملو د سمو کارولو نړیواله اوونۍ ده، چې د افغانستان زیاتره خلک د ډاکتر له نسخې پرته انتي‌بیوټیک کاروي.

په خپل‌سر د انتي‌بیوټیک کارول هم جیب ته زیان لري او هم د وطنوالو روغتیا له خطر سره مخ کوي.

په دې اړه چې ولې وطنوال په خپل‌سر انتي‌بیوټیک کاروي وموغښتل د کابل ښار درملتونونو ته لاړ شو.

له عارف محمدي سره چې د کابل ښار له یو درملتونه يې درمل اخیستي مخامخ شوم او له هغه مې وپوښتل، ولې يې د ډاکتر له نسخې پرته درمل اخیستي دي؟

محمدي وویل، چې تل ډاکټرانو ته ورغلی، خو د هغوی تشخیص ناسم و او د یوې ناورغۍ له‌پاره يې څو ډوله درمل ورکړي دي.

د نوموړي په وینا، زیاتره ډاکتران پرته له دې چې ناروغي تشخیص کړي په خپلو نسخو کې زیاتره انتي‌بیوټیک ناروغانو له لیکي.

د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې بسي ګل شریفي هم وايي، چې خپل ماشوم يې یو ځل ډاکتر ته وړی و، خو ډاکتر هغه ته زیات انتي‌بیوټیک ورکړي‌وو، چې له هغه سره يې ماشوم شدید حساسیت پیداکړی دی

.

مېرمن شریفي وايي، ترهغو چې شدیده ناروغه نه‌شي ډاکتر ته نه روځي ځکه چې پر ډاکټرانو زیات باور نه‌لري.

د فردا په نوم درملتون مسوول محمد اصف سلام وطندار ته وویل، چې په خپل‌سر د درملو کارول په ځانګړي توګه د انتي‌بیوټیک کارول په هېواد کې زیات شوي دي.

دی وايي، چې په عمومي توګه نسخو کې هره ورځ ډاکټران ناروغانو ته له ۲۰ تر ۲۵ سلنې انتي‌بیوټیک لیکي.

د عامې روغتیا وزارت د درملو خدمتونو رییس عبدالحفیظ قریشي وايي، چې په هېواد کې د انتي‌بیوټیک بې رویه مصرف زیات شوي او له ۵۰ سلنې زیات انتي‌بیوټیک په خپل‌سر او نامسوولانه توګه کارول کېږي.

په نننیو درملو کې انتي‌بیوټیک هغه درمل دي، چې ناروغانو ته زیات ورکول کېږي.

انتي‌بیوټیک د میکروبونو له منځه وړلو او د هغو د تکثیر په برخه کې زیاته مقابله کوي.

پني سیلین لومړی انتي‌بیوټیک و، چې ناڅاپي د کپک کښت له ځایه کشف شو، خو نن ورځ د انتي‌بیوټیک له ۱۰۰ زیات ډولونه شته، چې ډاکتران يې د بېلابېلو ناروغیو درملنې له‌پاره ورکوي؛ خو د انتي‌بیوټیکونو خپل‌سره او ناسم کارول کولی شي خطرناک وي.