چهارشنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ١ / ٢٠١٧ کال / نومبر - ٢٢

په کندهار او فراه کې د جګړې پرمهال ۳۷ حکومتي سرتېري او ۵۷ طالبان وژل شوي




 ٢٣ لړم ١٣٩٦

 

حکومتي ځواکونو او طالبانو ته دا مرګ‌ژوبله د کندهار په میوند او ژېړۍ ولسوالیو او د فراه مرکز او بالابلوک ولسوالۍ کې هغه مهال اووښتې چې طالبانو د سرتېرو پر پوستو بریدونه وکړل.  

د کندهار ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مرستیال مطیع الله هلال سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه زیات شمېر طالبانو د ژېړۍ او میوند ولسوالیو پر ۱۵ امنیتي پوستو بریدونه کړي وو.

ښاغلي هلال زیاته کړه، په دې ۴ ساعته جګړه کې دواړو لورو ته درنه مرګ‌ژوبله اووښتې ده.

دی وايي، چې په دغو نښتو کې ۲۲ پولیس او ۴۵ طالبان وژل شوي دي او ۱۵ پولیس او ۳۵ طالبان ټپيان شوي دي.

د میوند ولسوال حاجي عبیدالله خان سلام وطندار ته وویل، دغو بریدونو کې د هلمند، روزګان او کندهار طالبانو ګډون کړی وو. 

اخوا طالبانو ویلي په یادو بریدونو کې يې له ۴۰ زیات پولیس وژلي، د پولیسو ۱۳ موټر او زیاتي وسلې يې له ځان سره وړي دي، خو ځایي چارواکي دا ادعا بې بنسټه ګڼي.

دغه راز د فراه ولایتي شورا رییسې جمیلې امیني سلام وطندار ته وویل، طالبانو بېګا شپه د فراه ښار په خطیبیانو سیمه او د بالابلوک په شیوان کلي کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د ولایتي شورا رییسه وايي، چې په دې جګړو کې د ملي اردو ۱۵سرتېري او ۱۲ طالبان وژل شوي او ۵ نور طالبان ټپیان شوي هم دي.

دا داسې مهال دي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر قرارګاه د طالبانو برید کې د ملي اردو ۴۶ سرتېري وژل شول او ۶ ټپیان شوي وو. 

دغه راز لات وړمه شپه د فراه مرکز اړوند په پل جدید ریګي سیمه کې هم طالبانو د پولیسو پر پوستې ډله ییز برید کې ۸ پولیس وژلي وو.