چهارشنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ١ / ٢٠١٧ کال / نومبر - ٢٢

حقوق پوهانو ټولنه: ولسمشر د اساسي قانون خلاف ۱۴ تقنیني فرمانونه صادر کړي




 ٢٣ لړم ١٣٩٦

 

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې، د مدافیع وکیلانو ټولنې او د روڼتیاڅار بنسټ استازو نن ورځ (سه شنبه) په کابل کې ګډې خبري غونډې ته وویل، چې ولسمشر د اساسي قانون خلاف ډېر تقنیني فرمانونه صادر کړي دي او باید بېرته یې واخلي.

خبري غونډې ته د حقوق پوهانو ټولنې مشر ګل احمد مددزي وویل، چې په روان کال کې د ملي شورا تعطیلاتو له پای ته رسېدو دوه ورځې مخکې ولسمشر ۱۴ تقنیني فرمانونه صادر کړل.

دی وایي، د اساسي قانون له‌مخې ولسمشر حق لري چې د ملي شورا تعطیلاتو پر وخت هغه تقنیني فرمان ورکړي؛ کله چې استجالیت ولري او په مالي برخو کې نه‌وي، خو د ښاغلي مددزي په وینا د ولسمشر ډېرو فرمانونو استجالیت نه درلود او ځینې یې مالي بار هم لري، چې د اساسي قانون خلاف یې صادر کړي دي.

دغه راز د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مشر وویل، د ولسمشر ۱۵۸ ګڼه فرمان چې د افسرانو، برید ملانو او ساتنمنانو په اړه دی او مالي بار هم لري؛ د اساسي قانون خلاف صادر شوي دي.

د حقوق پوهانو، مدافع  وکیلانو ټولنې او روڼتیاڅار بنسټ او استازو خبرداری ورکړ، چې که ولسمشر خپل غیرقانوني فرمانونه په تېره د افسرانو او بریدملانو په اړه ۱۵۸ ګڼه غیرقانوني تقنیني فرمان بېرته وانه خلي دوی به خپل اعتراض ته دوام ورکړي.  

په همدی حال کې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوی وایي، چې اساسي قانون له‌مخې د ملي شورا د تعطیلاتو پرمهال د تقنیني فرمان ورکول د ولسمشر قانونی حق دی او د دې ټولنو نیوکې بې ځایه دي.

دغو بنسټونو داسې مهال د ولسمشر تقنیني فرمانونو مشروعیت په اړه پوښتنه راپورته کړې، چې خپله د ولسي جرګې پنځه کلنه قانوني دوره شاوخوا درې کاله وړاندې پای ته رسېدلې او د ولسمشر د فرمان له‌مخې خپل کار ته دوام ورکوي.