چهارشنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ١ / ٢٠١٧ کال / نومبر - ٢٢

په کابل کې د کلیوالي صنایعو ستر نندارتون




 ٢٣ لړم ١٣٩٦

 

د کلیو پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د کلیوالي صنایعو ستر نندارتون له سلو د زیاتو متشبثو او د دغه وزارت په همکاری د کورنیو تولیداتو زیاتېدو او د متشبثو هڅونې په موخه جوړشوی دی.

دغه نندارتون کې د هېواد له پنځو زونونو لسګونه کلیوالو متشبثو چې ډېرې یې میرمنې دي کلیوالي تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

دا نندارتون نن ورځ د کابل په بابر بڼ کې جوړ او درې ورځې به دوام ومومي.

نندارتون کې غالۍ، ټغر، خوراکي توکي، کرنیز پیداوار، ګاڼې، قیمتي ډبرې او نور لاسي او صنعتي شیان نندارې ته وړاندې شوي دي.

د کلیو پراختیا ځای ناستی وزیر مجیب الرحمن کریمي وایي، چې د داسې نندارتونونو جوړول د کلیوالي تولیداتو له‌پاره د بازار موندنې او د تولیداتو کیفیت لوړولو او د کلیوالي او ښاري سوداګرو له‌پاره د زمینې برابرولو په لار کې ډېر ګټور دي. 

د ښاغلي کریمي په وینا په دغه نندارتون کې تر سلو ډېرو متشبثو له هرات، بلخ، بامیانو، پروان او ننګرهار څخه خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د کلیو پراختیا ځای ناستي وزیر وویل، د دغه ډول نندارتونو په جوړولو سره غواړي، په کلیو او بانډو کې کاري او اقتصادي وضعیت وده وکړي؛ د کلیوالو په ځانګړې توګه د مېرمنو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

په همدې حال کې یوشمېر متشبثو چې خپل تولیدات یې ننداری ته وړاندې کړي سلام وطندار ته وویل، چې د داسې نندارتونونو جوړول دوی ته بازارونه پیداکولای شي او د محصولاتو په زیاتېدو کی ورسره مرسته کوي.

له هرات ولایته راغلې مېرمن صدیقه وايي، چې دغه نندارتون ته یې په خامک ګنډل شوي، اوبدل شوې غالۍ او نور په لاس جوړ شوي توکي یې راوړي دي.

دا مېرمن وايي، چې دوی ته دغه نندارتون خورا ګټور دی.

نندارتون ته راغلي د کابل یو اوسېدونکی نذیراحمد فرهنګ وویل، چې د متشبثو د هڅونې په خاطر راغلی او سودا اخلی.

کلیو پراختیا وزارت د کلیوالي صنایعو ودې پروګرام د فعالیت له پیله تراوسه ۱۲۷ نندارتونونه جوړکړي دي.

وطنوال باوري دي، چې دغه ډول نندارتونونه کولای شي د هېواد په دننه او بهر کې د کلیوالي تولیداتو پلورلو له‌پاره بازارونه چمتو کړي او د کلیوالو اقتصاد په وده کې مهم رول ولوبوي.