چهارشنبه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ١ / ٢٠١٧ کال / نومبر - ٢٢

افغانان راتلونکي ته هیله‌من شوي دي




 ٢٣ لړم ١٣٩٦

 

د ایشیا فونډېشن په نوم بنسټ تازه نظر پوښتنه ښيې چې، د تېرو کلونو په پرتله سږکال افغانان راتلونکې ته زیات هیله‌من شوي دي. 

دغه بنسټ د خپلې نوې نظر پوښتنې پایلې نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال خپرې کړې.

د دې نظر پوښتنې پربنسټ د خپل هېواد راتلونکي ته د تېرو کلونو په پرتله د وطنوالو خوشبیني له ۲۹ سلنې ۳۳ سلنې ته زیاته شوې ده.

د نظر پوښتنې یو څېړونکي ادریس الهام وویل، د دوی موندنې ښيې ۳۲.۸ سلنه وطنوال باوري دي، چې پر سم لوري روان دي او ۶۱،۲ سلنه وګړو بیا ویلي، چې هېواد يې ناسم لوري ته روان دی.

دغه راز، د ایشیا فونډیشن په نظر پوښتنه کې راغلي، چې ۳۸،۸ سلنه مرکه کېدونکیو چې ۴۱،۲ سلنه يې نارینه او ۳۶،۳ سلنه يې ښځینه دي وايي، که زمینه ورته برابره شي افغانستان به پرېږدي.

د دې سروې د موندنو پربنسټ د تاوتریخوالي پېښو زیاتېدل او د ناامنۍ پراخېدل هغه ستر لاملونه دي، چې افغانان یې د خپل هېواد پرېښودلو ته لېواله کړي دي.

ښاغلي الهام زیاته کړه، چې د دوی د موندنو پربنسټ د نظر پوښتنې ۵۶،۲ سلنه ګډونوال د حکومت له کار کړنو خوښ دي، چې د تېرکال په پرتله ۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

د یاد بنسټ نظر پوښتنې له‌مخې د افغانستان ۷۰،۶ سلنه وګړو وزګارتیا د ځوانانو  ستره ستونزه بللې ده.

د ایشیا فوندیشن موندنو پر اساس ۷۲،۴ سلنه مرکه کېدونکیو له کوره بهر د ښځینه‌وو کار او ۸۲،۳ سلنه د ښځو او انجونو له زده‌کړو سره هوکړه کړې ده.

د دې نظر پوښتنې زیاتره ګډونوالو د پوهنې ښه‌والي، پراختیا او کرنې، امنیت ښه ټینګښت، او د پلونو او سړکونو په شان زیربناوو جوړولو ته لومړیتوب ورکړی دی.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ایشیا فوندیشن نظر پوښتنه په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۰ زرو کسانو سره د مرکو پر بنسټ جوړه شوې ده.