جمعه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٤ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٥

د غزني په مالستان کې د پوهنې سیاسي کېدو جدي اندېښنې پیداکړي




 ٢٦ لړم ١٣٩٦

 

د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ د پوهنې نوي مدیر عزیزاحمد رستگار سلام وطندار ته وویل، چې د مالستان د ښوونکیو او خلکو په غوښتنه یوه میاشت مخکې پوهنې وزارت په دې ولسوالۍ کې د پوهنې مدیر په توګه ګومارلی دی.

ښاغلی رستګار زیاتوي لاهم د مالستان د پوهنې پخواني مدیر غلام نبی خان، د ولسي جرګې ځینو غړیو او د ځینو نورو کسانو په لاس وهنو سره پر دې نه دی توانېدلی چې خپل کار په سمه توګه پرمخ یوسي.

رستګار وایي، غلام نبي څو ورځې د پوهنې دروازه تړلې وه او ده ته یې اجازه نه ورکوله چې دفتر ته لاړ شي او اوس هم ورته د پوهنې مدیریت اړوند سندونه او توکي نه ورکوي.

د غزني ولایتي شورا غړې لطیفې اکبري وویل، چې بهرنۍ لاس وهنې او د یو بل نه منل د دې ستونزې لاملونه دي او حکومت باید په مالستان ولسوالۍ کې د پوهنې سیاسي کېدو مخه ونیسي.

د غزني د پوهنې رییس محمدعابد عابد په مالستان ولسوالۍ کې ستونزې مني خو وایي، چې د دې ستونزې د حل په موخه یې پلاوی لېږلی او د پوهنې نوی مدیر یې خلکو او د ښوونځیو امرینو ته ورپېژندلی دی.

ښاغلی عابد زیاتوي، چې د مالستان د پوهنې مدیریت په پوست کې بدلون د خلکو او ښوونکیو په خوښه راغلی دی.

د غزني د پوهنې رییس د مالستان د پوهنې مدریت کې د ولسي جرګې غړیو او د سیاسي ډلو لاس وهنه مني خو ډاډ ورکوي، چې د پوهنې سیاسي کېدو مخه به ونیسي.

ومو غوښتل چې د مالستان د پوهنې د پخواني مدیرغلام نبي نظر هم واخلو، خو اړیکه یې ځواب نه کړه.