جمعه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٤ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٥

سرور دانش: په فساد ککړ پوهنیز نظام د هېواد په ګټه نه دی




 ٤ لیندۍ ١٣٩٦

 

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن د یوې غونډې په ترڅ کې نجیب الله خواجه عمري د لوړو زده‌کړو ځای ناستي وزیر په توګه د هغه وزارت کارکونکیو ته وروپېژاند.

په غونډه کې ښاغلي دانش د هېواد په پوهنتونو کې ځینو ستونزو ته ګوته ونیوه او ویې ویل، قومي او ژبنیو مسلو ته لمن وهل، بې‌‌‌ځایه سختي او جنسي ځورونې هغه ستونزې دي، چې ښځینه زده‌کړیالانې ورسره مخامخ دي.

سرور دانش وايي، چې په فساد ککړ پوهنیز نظام د هېواد په ګټه نه دی او د هېواد په پوهنتونونو کې د سمون راوستو له‌پاره باید عملي ګامونه واخیستل شي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولانو هم یوې جلا غونډې ته ویلي، چې په کابل پوهنتون کې د زهرا خاوري ځان وژنه لړزونکې پېښه وه.

د یاد کمېسیون مشره سیما سمر له ښځینه‌ زده‌کړیالانو غواړي، کله هم چې تاوتریخوالي سره مخ کېږي نه باید ځان ووژني؛ بلکې د عدالت غوښتنه دې وکړي.

نوموړې وویل، له څېړنو وروسته به روښانه شي، چې دا له ښځو سره د تاوتریخوالي یوه پېښه، که جنسي تاوترخوالي او یا هم د تبعیض بل کوم ډول و.

په دې غونډه کې د لوړو زده‌کړو ځای ناستي وزیر د هېواد پوهنیز نظام په ټولو برخو کې د بنسټیز بدلون راوستو یادونه او ډاډ یې ورکړ، چې په پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو په موسېسو کې به د ښځو رول زیات کړي.