جمعه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٤ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٥

پېښور کې د کرنې پر انیستیتیوت برید کې ۹ تنه وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي




 ١٠ لیندۍ ١٣٩٦

 

پاکستانیو چارواکیو رسنیو ته ویلي، چې په پېښور کې د کرنې پر یو انیستیتیوت وسله‌وال برید کې  ۸ تنه زده‌کړیالان او یو تن اداري مامور وژل شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې ۳ بریدګرو له بورقې په ګټنې د کرنې انیستیتیوت ته ورننوتلي، ډزې او چاودنې یې کړي دي.

پوځ وایي، برید یې د حمله کوونکیو په وژلو پای ته رسولی دی.

د برید مسوولیت پاکستاینو طالبانو پرغاړه اخیستی دی.

د دې انیستیتیوت یو زده‌کړیال ویلي، چې شاوخوا ۴۰۰ محصلان دلته زده‌کړې کوي، چې زیاتره یې په کلنۍ او میلاد نبي پر رخصتیو کورونو ته تللي وو؛ یوازې ۱۲۰ هغه هلته موجود وو.