جمعه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٤ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٥

امریکا د پاکستان پروړاندې د ګواښ او هڅونې غبرګه کړنلاره مخته وړي




 ١٣ لیندۍ ١٣٩٦

ګلزار لیکوال  

د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ نوې کړنلارې له اعلان وروسته امریکا د پاکستان په اړه کلک دریځ غوره کړی. لوړ پوړو امریکایي چارواکیو په وار وار پاکستان ته ځکه ګوته څنډلې وه، چې په باور یې دغه هېواد د هغو ترهګرو کوربه او ملاتړی دی، چې د امریکا ګټو ته زیان رسوي. امریکایي چارواکیو په دې برخه کې تر ډېره د حقاني شبکې، لښکر طیبه او نورو ترهګرو ډلو نومونه یاد کړي وو؛ چې په پاکستان کې دېره او پر امریکایي هدفونو بریدونه کوي.

د امریکا دفاع وزیر جمیز مټیس تېره میاشت  خبرداری ورکړی و، چې د پاکستان پرضد له هر کېدونکي اقدام مخکې باید یو ځل بیا له اسلام اباد سره خبرې وشي او د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته قانع کړل شي. له دې سره جوخت د «سي، ای، اې» مشر مایک پمپیو ویلي و، که پاکستان د ترهګرو پرضد د امریکا غوښتنې ونه‌مني، دوی (امریکا) به د اورپکو د پناه ځایونو له منځه وړلو په موخه خپله لاس په کار شي. 

دا داسې مهال دی، چې امریکا له ۲۰۰۴ کال راهېسې په پاکستان کې د اورپکو مشرانو او قوماندانانو د وژلو په موخه د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کوي، ویل شوي د ښاغلي ټرمپ د نوې کړنلارې له‌مخې به په قبایلي او د ډېورڼد کرښې هاخوا نورو سیمو کې د ډرون یا بې پېلوټه الوتکو بریدونه نور هم زیات شي. 

په پخوا کې پاکستان تل له امریکې سره د پټپټاني یا د پشکې او موږک لوبه کړې په دې مانا چې له یوې خوا یې هغه اورپکي تمویل او تجهیز کړي، چې د افغان دولت او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ دېره بهرنیو ځواکونو پر ضد جنګیږي، خو کله به چې له دې امله پر پاکستانیانو د امریکې فشار زیات شو؛ بیا به یې لکه د قرباني څارویو په شان د القاعده شبکې یو بې ارزښته غړی، کوم کمزوری یا د دوی (پاکستان) له نظره لوېدلی پخوانی طالب چارواکی امریکایانو ته ډالۍ کړ او یا به یې د پاکستاني طالبانو هغه مشرانو پته ورکړه چې د پاکستان حکومت پرضد یې رښتیانۍ جګړه کوله. په دې سره به پاکستاني چارواکیو یو ځل بیا ځانونه سپین چرګان او د امریکایانو په سترګو کې خاورې وشیندلې. دا لوبه بېخي زیاته تکرار شوه چې ان تراوسه څه ناڅه دوام لري. وروستۍ بېلګه یې د ښاغلي ټرمپ له کړنلارې وروسته ولیدل شوه. د ټرمپ کړنلارې د اعلان په تود بازار کې پاکستاني چارواکیو اعلان وکړ، چې هغه یوه امریکایي مېرمن، د هغې کانادایي خاوند او د هغوی ۲ ماشومان یې په قبایلي سیمه کې ژغورلي چې پخوا حقاني شبکې یرغمل کړي وو. په داسې حال کې چې د دغو کسانو پته له ډېر پخوا پاکستاني چارواکیو ته معلومه وه؛ خو د همداسې ورځې له‌پاره یې نه ژغورل. حیرانونکې خو دا ده چې امریکایي چارواکیو د دې پرځای چې له پاکستانه پوښتنه کړې وای، ولې یې پرېښي وو؛ چې دغه یرغمل شوي کسان د حقاني شبکې نادودې وګالي؟ بلکې پاکستانیان یې وهم ستایل.

 ډېر امریکایان باوري دي، چې په تېرو شاخوا ۱۶ کلونو کې پاکستان د ترهګرۍ پرضد   مبارزې په پلمه له امریکا ۳۳ میلیارده ډالر اخیستي خو کتونکي باوري دي، چې دا پیسې د ترګرۍ پرضد مبارزې پر ځای د ترهګرو پر پیاوړتیا لګېدلې دي. امریکایي سناتورانو په ډاګه ویلي، هغه هېواد چې د امریکا میلیاردونه ډالر مرسته ترلاسه کوي د امریکا دوښمنان په خپله خاوره کې ساتي او پالي.

  

 څرګنده ده، چې پاکستانیان امریکایان ښه پېژني، په څه شي خوشالیږي او څه ډول دوکه کېدی شي؛ خو امریکایانو لاهم د پاکستانیانو اصلي څېره نه ده لیدلې او یا به هم د هغو لاملونو له‌مخې چې خپله دوی پرې پوهیږي، هغه ډول چې اړینه ده پرپاکستان زور نه راوړي. ځینې کتونکي باوري دي، چې امریکا ښایي د دې له‌پاره پر پاکستان ډېر زور نه راوړي چې ښایي دغه پر اتومي وسلو سمبال شاوخوا ۱۸۰ میلیوني وګړو لرونکی هېواد وپاشل شي؛ چې ډېرې ستونزې به راپورته کړي. ویل کېږي، هسې هم پاکستان له ژورو قومي او توکمیزو کړکېچونو سره مخ دی که امریکا زیات فشار پرې راوړي ښایي دغه هېواد ړنګ شي. ځینې نور بیا وايي څرنګه چې پاکستان د سړې جګړې له زمانې راهیسې د امریکا ټینګه ملګرتیا کړې او دواړه هېوادونه اوږدې او ژورې اړېکې لري؛ ځکه خو امریکا نه غواړي یو ځلي خپل دغه دوست د چین یا د امریکا نورو سیالانو په لمن کې واچوي.

ښایي همدغو او یا نورو لاملونو له‌مخې د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس پاکستان ته په خپل  لومړي سفر کې  خپل پخوانی سخت دریځ یو څه نرم کړی دی. ښاغلي مټیس پاکستان ته له روانېدو مخکې ویلي، چې د پاکستاني چارواکیو د "ترټلو" نیت نه لري، خو وايي هیله کوي چې اسلام اباد به د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. ښاغلی مټیس خبریالانو ته ویلي دي باور لري، چې له پاکستانیانو سره ګډه وجه موندلی او ګډ کار کولی شي.

امریکایي چارواکیو پخوا ويلي د پاکستان پرضد اقداماتو کې پر پاکستان د مرستو بندول او پر هغو پاکستاني چارواکیو بندیز لګول هم راځي چې له ترهګرو سره همکاري لري.

د ښاغلي مټیس له څرګندونو داسې ښکاري چې امریکا لا هم د پاکستان پرضد هغه د « کج دار و مریز» له کړنلارې کار اخلي. ښایي امریکایان بیا هم د پاکستانیانو د لابي په اوتو بوتو تېروتلي وي او یا هم ګومان کوي چې کولی شي د کوتک او ګازرې د کړنلارې له مخې کولی شي پاکستانیان لارې ته راولي؛ خو تېرو تجربو او د پاکستان ایدیوژي او ستراتېژي ته په کتو دا ډول کړنلارې پاکستانیان له خپلو موخو نه شي راګرځولې، بلکې پاکستان به هله لارې ته راځي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د نه همکاري له امله له  رښتیني کلک ګواښ سره مخ شي، داسې ګواښ لکه د سپتامبر له یولسمې نېټې وروسته چې امریکایي چارواکیو په ټینګه د پاکستان پوځي حکمران پرویز مشرف ته وویل:« د طالبانو له ملاتړه لاس واخله که نه وي هېواد دې ډبر پېر ته ستنوم» له دې پرته داوړۍ نه شړۍ کېږي.