جمعه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٤ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٥

افغان لامبو‌ وهونکي عباس کریمي د سپینوزرو مډال وګټلو




 ١٤ لیندۍ ١٣٩٦

 

د معلولینو لامبو وهنې فدراسیون رسمي فېسبوک پاڼې د راپور له‌مخې، د افغانستان معلول لامبو وهونکي عباس کریمي د مکسیکو په کوربتوب د معلولینو په سپورټس فیسټیول سیالیو کې له افغانستانه دویم مقام او د سپینو زرو (نقری) مډال وګټلو.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست فني مرستیال میرویس بهاوي هم د عباس کریمي د کارنامې پخلی کړی او هغه یې د پېړۍ اتل ګڼلی دی.

عباس کریمي د افغانستان تکړه معلول لامبو وهونکی دی چې د دواړو لاسونو نه‌شتوالي سره ـ سره د دې ورزش غوره لوبغاړی شمېرل کېږي.

کریمي اوسمهال په امریکا کې ژوند کوي او د بهرني روزونکي له‌خوا روزل کېږي چې په ۵۰ متره (پروانه‌ي) بخش کې د خپلو سیالانو پر وړاندې په لامبو‌وهنې سیالیو کې ولوبېد.

دی ۲۰ کاله عمري چی پرته له لاسونو په کابل ولایت کې زېږېدلی دې.

عباس کریمي د مکسیکو په سپورټ فیسټیول کې د لامبووهنې په ۳ بېلابېلو سبکونو کې ولوبېد او افغانستان ته د سپینو زرو په مډال ګټلو بریالی شو.

کریمي په‌خپله رسمي فیسبوک پاڼه هم له مکسیکو سپورټ فیسټیول څخه په ۵۰ متره سیالیو کې د سپینو زرو په مډال ګټلو خوښي ښودلې او د الله شکر یې ادا کړی‌دی.

د مکسیکو په سپورټ نړیوال فیسټیول کې د افغان لوبغاړي عباس کریمي په شمول د نړۍ له بېلابېلو ۸۹  هېوادونو څخه ۱۲ سوو لوبغاړیو او چارواکیو  معلول لوبغاړیو په بېلابېلو وزنونو او ښځینه‌وو او نارینه‌وو برخو کې په وزن‌اوچتونې او لامبووهنې برخه کې سیالۍ وکړې.

د وزن‌اوچتونې لوبې د ډېسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۸ مې نېټې او د لامبووهنې سیالۍ بیا ډېسمبر له ۲مې تر ۷مې نېټې کېږي.

ویل کېږي چې د مکسیکو په کوربتوب د معلولو لوبغاړیو ترمنځ لومړی پړاو د سپورټ فیسټیول دغه لوبې د برازیل په کوربتوب ۲۰۱۶ کال «ریو» المپیک سیالیو وروسته تر ټولو سترې نړیوالې سیالۍ شمېرل کېږي.