جمعه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٤ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٥

روڼتیا څار بنسټ: وکیلان په ملي بودیجه کې شخصي ګټې لټوي




 ١٤ لیندۍ ١٣٩٦

 

د روڼتیا څار بنسټ وایي، چې وکیلان هر کال په ملي بودیجه کې د سمونونو پرځای هڅه کوي داسې پروژو ته په کې ځای ورکړي، چې وکولای شي خپلو خپلوانو ته یي واخلي او دوی ګټه ورسیږي.

د دې بنسټ اجرایوي مشر سیداکرام افضلي نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د ۱۳۹۷ مالي کال  بودیجه یې څېړلې او په اړه یې یو څېړنیز ریپوټ چمتو کړی دی.

په دغه ریپوټ کې راغلی، چې د بودیجې سمونونو په لړکې یو میلیون ډالر هر ولایت ته بېل او ترڅنګ یې هغه ادارې چې د پراختیایي بودیجې لګولو توان نه لري؛ بودیجه یې نورو ادارو ته ورکول کېږي.

ښاغلی افضلي وایي، دا ښه ګام دی خو ډېرې نیمګړتیاوې هم شته چې د بودیجې پر رڼښت او لګولو ناوړه اغېزه لري.

د ښاغلي افضلي په وینا د دې پرځای چې په پروژو کې د ولسونو نظرونه او اړتیاوې په پام کې ونیول شي، وکیلان له خپل قانوني واک یانې د بودیجې له تصویبه ناوړه ګټه پورته کوي او پر مالیې وزارت د خپلې خوښې پروژې مني.

دغه راز، د افغانستان روڼتیا څار بنسټ مشر وویل، له دې سره، سره چې د بودیجې په اړه حکومت سمون راوستلی خو بیا هم ډېرې ستونزې شته.  

د دې بنسټ بل غړي محمد ناصر تیموري وویل، وکیلان هرکال بودیجه د سمون له‌پاره نه بلکې د خپلو ګتو په خاطر یوځل ردوي او په دې توګه پر حکومت فشار راوړي.  

خو د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وطندوست بیا د دغه بنسټ تورونه رد او وایي، که اسناد ونه لري نو عدلي او قضایي بنسټونو ته به یې وروپېژني.

ولسي جرګه همدا اوس د راتلونکي مالي کال بودیجه څېړي. هرکال د بودیجې څرنګوالي پر سر د وکیلانو او حکومت ترمنځ لانجې راپورته او له ډېرو ناندریو وروسته تصویبيږي.