جمعه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٤ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٥

د افغانستان کرلینګ ملي لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیداکړه




 ١٥ لیندۍ ١٣٩٦

محمد ابراهیم مومند د ورزشي برخې مسوول  

د افغانستان کرلینګ ملي لوبډله به په خپل لنډ تاریخ کې د لومړي ځل له‌پاره د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸ کال کرلینګ لوبو نړیوال جام «ډبل میکس» سیالیو کې برخه واخلي.

د افغان کرلینګ فدراسیون مشر او د المپيک ملي کمېټې ویاند منورشاه شهزاد سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د کرلینګ نړیوال جام سیالۍ به د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې د روسیې په سوچي ښار کې ترسره شي.

د نوموړي په وینا، افغان کرلینګ ملي لوبډلې ته له دې کبله د کرلینګ په نړیوال جام سیالیو کې د لوبېدو چانس ورکړل شو، چې د روسیې په کوربتوب په روزنیز کمپ کې یې ښې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کرلینګ ۸ کسیزه ملي لوبډله د یوې اوونۍ رونیز کمپ په مخه د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللې ده او ټاکل شوې، د وړاندې پلان له‌مخې سبا بېرته هېواد ته راستنه شي.

کرلینګ لوبه او د دغې لوبې ملي فدراسیون د لومړي ځل له‌پاره روان کال په افغانستان کې پیل شوه او څو میاشتې وړاندې یې د قزاقستان په کوربتوب په روزنیز کمپ او سیالیو کې د برونز مډال هم وګټلو.

د منورشاه شهزاد په وینا، دوی اوسمهال د افغانستان له کرلینګ فدراسیون سره تر ۶۰ ثبت شوي لوبغاړي او په ۵ ولایتونو کابل، بامیان، وردګ، پنجشیر او پروان ته یې هم دغه لوبه غځولې ده او لوبغاړي په کې لري.

کرلینګ په افغانستان کې نوی خو په نړېواله کچه څو پېړۍ پخوانۍ لوبه ده، چې د لومړي ځل له‌پاره په سکاټلینډ هېواد کې وشوه؛ خو نړیوال فدراسیون یې په ۱۹۶۶ کال کې په سکاټلیڼډ کې رامنځته او اوسمهال د افغانستان په شمول په نړیواله کچه ۵۴ غړي لري.

په کرلینګ لوبه کې د هر هېواد په ملي لوبډله کې ۳ یا ۴ کسیزه لوبډلې لوبیږي، چې په انفرادي او ټيمي توګه سیالۍ ترسره کوي.

کرلینګ لوبه د «یخ شطرنج» په نوم هم یادیږي چې د یخ په سر داسې یوه لوبه ده چې په کښې مخصوصه تیږه د یوې الې په وسیله او لوبغاړي په مټ ټاکل شوي واټن او هدف ته رسول کېږي.