جمعه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٤ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٥

د خوست سلګونو هندوانو ملکيتونه زورواکیو غصب کړي




 ١٥ لیندۍ ١٣٩٦

 

خوست مېشتي هندوان

د خوست ښار په ختیځه څنډه کې د «مینې کلی» پروت دی. پخوا سلګونه هنداون او سېکان د ښار خیتځ دغه کلي کې اوسېدل؛ خو اوس ځايي زورواکیو ځکمې ترې نیولي او یوازې په یو کور کې څو سېکان ژوند کوي.
خوست مېشتي هندوان وايي، چې مشران یې څو ځله سیمه‌ییزې ادارې ته په ژړا ورغلي خو چا یې اوښکې نه دي پاکې کړي. 

خوستي هندوانو او سېکانو سلام‌وطندار ته وویل، که دولت خپلې ځمکې ورنه‌کړي دوی به هم د نورو په شان له خوست سره مخه ښه وکړي. 

د خوست ولایتي شورا مرستیال قدیم افغان وايي، چې دولت له غاصبینو د خپلې ځمکې په بېرته تر لاسه کولو کې بېوسه دی؛ د هندوانو ځمکو ستونزو حلول خو لېرې خبره ده.

د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال کله چې مجاهدینو خوست ونیو؛ هندوانو کډې بارکړې

دی د خوست قومي مشران او چارواکي ګرم بولي، چې هندوانو سره غیراسلامي او غیرانساني چلند کوي او په وینا یې هندوان او سېکان له ډېرې لرغونې زمانې راهېسې په خوست کې اوسېږي؛ تراوسه یې چا ته زیان هم نه دی رسولی.
خوستي هندوان وايي، چې د ځمکو په غصب کې یې دولتي چارواکي لاس لري او څو ځله یې دا ستونزه ځايي ادارې سره شریکه کړې ده.

خو د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ سلام‌وطندار ته وویل، چې دوی ته په دې اړه تراوسه خبر نه دی ورکړل شوی.

د مینې کلي یوه څنډه

دی زیاتوي، یو وخت د خوست سبزي منډیي د هندوانو پر ځمکه جوړه شوی وه، چې بیا د ځایي چارواکیو په همکارۍ هندوانو ته خپله ځمکه بېرته وسپارل شوه له هغه وروسته چا شکایت نه دی کړی.
په خوست کې پخوا د هندوانو په «مینې کلي» کې سلګونه کورنۍ اوسېدې او په ښار کې یې کاروبار کولو، خو د ډاکتر نجیب الله په واکمني کې کله چې مجاهدینو خوست ونیو هندوانو کډې بارکړې مېنې، ځمکې، سرایونه او هټۍ یې غصب شوې.