جمعه / ١٣٩٦ / لیندۍ - ٢٤ / ٢٠١٧ کال / دسمبر - ١٥

حکومت او سولې شورا: له قید او شرط پرته طالبانو سره خبرې کوو




 ١٥ لیندۍ ١٣٩٦

 

د سولې عالي شورا مشرتابه پلاوی وایي، چې د سولې خبرو شروع کولو له‌پاره هېڅ ‌‌‌‌ډول پیش شرط نه‌لري او هر میکانیزم چې طالبانو ته د منلو وي دوی چمتو دي له‌مخې یې د سولې خبرې ورسره پیل کړي.

د شورا مشرتابه پلاوي په کابل کې د خبري غونډې پرمهال وویل، له پاکستان پرته د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه پردې سلا شوي، چې په افغانستان باید جګړه پای ته ورسېږي او سوله ټینګه شي.

د سولې عالي شورا د دارالالنشا رییس محمداکرم خپلواک پر طالبانو او د دولت نورو مخالفو وسله‌والو غږ وکړ؛ په هر ځای او هر هېواد کې چې دفتر وغواړي او نور هغه څه چې د سولې خبرو له‌پاره یې اړین بولي د سولې شورا او حکومت به یې ورته برابر کړي.

دغه راز د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي وویل، چې دوی د سولې خبرو له‌پاره هر اړخیز چمتووالی لري او په دې برخه کې یې په هېواد دننه او بهر هڅې ګړندۍ کړي دي.

ښاغلی خلیلی په دې برخه کې اندونیزیا ته د خپل وروستي سفر یادونه وکړه.

نوموړي وویل، د اندونیزیا دیني عالمانو او ولس ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو په لاره کې به د افغان حکومت او سولې عالي شورا پوره ملاتړ کوي. 

خلیلي د سولې ټینګښت په برخه کې د افغانستان دیني عالمانو او مدني بنسټونو هڅې اغېزمنې بولي.

د سولې عالي شورا مشرتابه پلاوي وویل، چې ټول ولایتي دفترونه له دوی سره په پوره همغږۍ کار کوي.

د داسې مهال ده، چې تردې مخکې د ملي شورا یوشمېرغړیو، مدني فعالانو او ځینو سیاستوالو د دې شورا لاس ته راوړنې د قناعت وړ نه وې بللې او د یاد بنسټ کار یې بېځایه لګښت او د وخت ضایع کول بللي وو.